په تاشکند کې د افغان ترانس پروژې د اوسپنې پټلۍ د همغږۍ ګډ دفتر پرانیستل شو

په تاشکند کې د افغان ترانس پروژې د اوسپنې پټلۍ د همغږۍ ګډ دفتر پرانیستل شو

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دغه دفتر د پرانیستې مراسم، چې د جمعې پر ورځ ( د غویی دوه‌ویشتمه ) په تاشکند کې ترسره شول د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د افغانستان او پاکستان سفیرانو په کې ګډون کړی و.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ریاست په ډاګه کړې، چې په دې دفتر کې به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان استازي په ګډه د افغان- ترانس پروژې چارې له همدې دفتره همغږي کوي، همداراز په پام کې ده د همدې پروژې یو دفتر په کابل او بل اسلام‌آباد کې هم فعال شي.

همدارنګه په دې ګډه ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د اوسپنې پټلۍ لوړپوړیو مسوولینو بله ناسته به راتلونکې زېږدیزه میاشت په اسلام آباد کې جوړېږي.

دغه راز د ریلي همکاريو پر پیاوړتیا او د حیرتان- مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر ډېروالي هم بحث وشو.

یادونې ده، چې د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ پروژه د افغانستان له خاورې پر تېرېدو، د منځنۍ آسیا هېوادونه له جنوبي آسیا سره نښلوي.

بیشتر بخوانید:  د لومړي وزیر د دفتر اداري مرستیال: د یووالي ټینګښت، د قتل عام بندول او له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول زموږ هیله ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x