په بګرام کې د الوتکو د انځورونو رسمول؛ د سپوږمکۍ څارونکو د تیرایستلو هڅه

د سپوږمکۍ نوي انځورونه ښيي چې طالبانو د بګرام په هوايي اډه کې، چې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو تر ټولو لويه پخوانۍ پوځي اډه وه، د پوځي الوتکو انځورونه د هوايي ډګر پر رن‌وې رسم کړي دي.
په بګرام کې د الوتکو د انځورونو رسمول؛ د سپوږمکۍ څارونکو د تیرایستلو هڅه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛
د سپوږمکۍ نوي انځورونه ښيي چې طالبانو د بګرام په هوايي اډه کې، چې په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو تر ټولو لويه پخوانۍ پوځي اډه وه، د پوځي الوتکو انځورونه د هوايي ډګر پر رن‌وې رسم کړي دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا جعلي انځورونه ښايي د دې لپاره جوړ سوي وي چې د سپوږمکۍ څارونکي او شنونکي تیرباسي، څو په بګرام کې پوځي حضور یا فعالیت تر واقعي حالت ډېر وښيي.

د راپور پر بنسټ، د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د بګرام اډه تر ډېره تشه ده او کار نه ترې اخېستل کېږي، او پکښې د پام وړ پوځي یا عملیاتي فعالیت نه تر سترګو کېږي.

کارپوهان وايي چې پر ځمکه د پوځي تجهیزاتو د جعلي انځورونو کارول هغه تکتیک دی چې عموماً د استخباراتي ګمراهۍ یا د بصري مخنیوی د رامنځته کولو لپاره کارول کېږي.

د بګرام هوايي اډه په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده، او تر اوسه پورې د دې اډې د پراخ کارونې یا د پوځي زیربناوو د پراختیا په اړه کوم راپور نه دی خپور سوی.
د طالبانو دا اقدام د دې ډلې د احتمالي تبلیغاتي او پوځي موخو په اړه اندېښنې راپارولې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x