په بهر کې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه د طالبانو د کابینې غونډه

په بهر کې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه د طالبانو د کابینې غونډه

د طالبانو کابینې په یوه غونډه کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې د افغان بندیانو د خلاصون په اړه له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وکړي. د معمار پرس د خبر له مخې؛ دا خبره طالبانو نن سه شنبه (د دلو ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره کړې ده چی د طالبانو د کابینې په پنځلسمه غونډه کې په بهر کې د افغان بندیانو پر خلاصون او د کوچیانو پر ستونزو خبرې وشوې. طالبانو ویلي، چې په دې ناسته کې د کوچیانو پر ستونزو خبرې شوې دي او د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې په هغو سیمو کې چې وچکالي رامنځته شوې د کوچیانو ستونزې وڅېړي او راپور یې کابینې ته وړاندې کړي.

بیشتر بخوانید:  له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x