د معمار پرس د خبر له مخې، د بغلان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رئیس هدایت الله همدرد تېره شپه رسنیو ته وویل چی د دغو سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي دي. ده وويل چې پورتنۍ شمېرې لومړني دي او ښايي د قربانيانو شمېر زيات شي. د ښاغلي همدرد په وینا سیلابونه په برکه او نهرین ولسوالیو او مرکزی بغلان کې راغلي دي. ده وويل چې د وژل شويو کسانو د موندلو لپاره عمليات دوام لري. یو شمېر سیمه ییزو سرچینو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د تلفاتو شمېر د حکومت له خوا اعلان شویو شمېرو ته لوړ دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8564
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8564
منتشر شده در ۱۳:۰۵ - ثور ۲۲, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email