په همدې موخه د بامیانو د کرنې په ریاست کې جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم وویل، چې په دغه ولايت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کرنې ودې او پياوړتيا لپاره د کرنې د پراختیا صندوق سره د ۳۳۴ ميليونه افغانيو په ارزښت تړون لاسلیک کړ، چې راتلوونکي کال کې به په دغه ولایت کې د کرنې ودې او بزګرانو د ملاتړ لپاره ولګول شي.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیا صندوق رئیس عبدالغفور غفاري وویل، چې له تخصیص شویو پیسو څخه به اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې د کرنې د ودې او ښه والي په موخه ووېشل شي، چې له ګټو څخه به یې په مستقیمه توګه ۲ زره ۲۲۵ بزګران برخمن شي.
په دې غونډه کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي په بامیان کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ویې ویل، چې د بزګرانو او کرنې ملاتړ به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ځان بسیاینې لامل شي.