د معمار آژانس د خبر له مخې؛ د بامیانو د اول نمبر یکه و لنګ ولسوالۍ د ګنده کوتل ساحې د سربو او جستو کان د استخراج تړون د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور له لوري د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت له رییس سره لاسلیک شو.
د یادونې وړ ده، چې دغه قرارداد د پنځو کلونو لپاره د افغان دراني کان کیندنې او پروسس شرکت ته ورکړل شو.