د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا په ایلینوی ایالت کې یوه قاضي امر کړی، چې په دغه ایالت کې د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو ټاکنو کې دې د “ډونالډ ټرمپ” نوم له رای پاڼو څخه لرې شي. او په بل عبارت، د جمهوري غوښتونکو ګوند دغه مخکښ شخصیت ته د ایلینوی ایالت په لومړنیو ټاکنو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې. همدارنګه د هغه ټیم ته یوازې دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې د استیناف غوښتنه وکړي. په داسې حال کې چې د امریکا پخوانی ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” په محکمه کې له ګڼو تورونو او دوسیو سره مخامخ دی، خو د لومړنیو ټاکنو له پیل راهیسې، د خپل ګوند مخکښ او ګټونکی مخ دی او د چهارشنبې په ورځ یې په میشیګان ایالت کې خپلې سیالې نیکي هیلي ته، چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره وه، ته ماتې ورکړه او په دغه ایالت کې د جمهوري غوښتونکو ګوند لومړني انتخابات وګټل.

- 49
- کې خپور شو 4:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 7838
- February 29, 2024
- کې خپور شو 4:37 ب.ظ
- د خبر شمیره 7838
- February 29, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
16 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
17 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments