د ایران د پوهنې وزارت د ۱۴۰۴-۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د بهرنیو زده کونکو د نوم لیکنې لپاره لارښود خپور کړی، چې له مخې یې هغه زده کونکي چې د استوګنې معتبر اسناد لري کولی شي د اسد له ۱۵مې څخه تر سنبلې ۳۱مې پورې په ښوونځیو کې نوم لیکنه وکړي.
د ایران د پوهنې وزارت د ۱۴۰۴-۱۴۰۵ تعلیمي کال لپاره د بهرنیو زده کونکو د نوم لیکنې لپاره لارښود اعلان کړی دی.
د دې لارښود له مخې، هغه زده کونکي چې د کورنیو چارو وزارت د تابعیت چارو مرکز لخوا صادر شوي د استوګنې معتبر اسناد لري کولی شي د اسد له ۱۵مې څخه تر سنبلې ۳۱مې پورې په ښوونځیو کې نوم لیکنه وکړي، په دې شرط چې دوی د عمر معیاري اړتیاوې پوره کړي.