د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د امریکا د تابعیت او مهاجرت خدماتو ادارې (USCIS) اعلان وکړ چې د امریکا حکومت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لارښوونه، د ۱۹ هغو هېوادونو وګړو د دایمي استوګنې کارتونه یا «گرینکارتونه» چې واشنګټن «د اندیښنې وړ هېوادونه» بللي، بیاځلی په پراخه او هر اړخیزه توګه بیاکتنه کوي.
د USCIS مدیر ویلي: «د هېواد ساتنه لا هم زموږ په لومړیتوب کې ده» او زیاته یې کړه چې د امریکا خلک باید د «د پخوانۍ ادارې غیرمسؤلانه بیا استوګنې سیاست» بیه ورنه کړي. د خپور سوې فهرست له مخې، یاد هېوادونه عبارت دي له: افغانستان، برمه، چاډ، کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، ایریتریا، هایتي، لیبیا، سوماليه، سودان، یمن، بوروندي، کوبا، لاوس، سیرا لیون، توګو، ایران، ترکمنستان او وینزویلا.



