د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یوې پوځي – دیپلوماتیکې سرچینې د دوشنبې په ورځ د روسیې تاس خبري اژانس ته وویل چې پنټاګون به هغو افغان پیلوټانو ته په کلیفورنیا کې روزنه ورکړي چې یو کال وړاندې د طالبانو له واکمنۍ وروسته امریکا ته تښتېدلي وو څو د پولنډ له لارې اوکراین ته ولېږدوي.
دغې سرچینې چې نوم او عنوان یې نه دی یاد شوی ویلي: “لکه څنګه چې موږ پوهیږو، پنټاګون د هغو پخوانیو افغان پیلوټانو په ګمارلو پیل کړی چې یو کال وړاندې له امریکايي ځواکونو سره امریکا ته تللي وو. د دوی روزنه به په کلیفورنیا کې پیل شي، او پلانونه روان دي چې دوی ټول د پولنډ له لارې اوکراین ته واستوي.”
د سرچينې په وينا، په دې روزنه کې نه يوازې پخواني افغان پيلوټان بلکې نور هغه افغانان هم شامل دي، چې په ځانګړو ځواکونو کې يې دنده ترسره کړې ده. سرچینې څرګنده کړه: “دوی ته وړاندیز کیږي چې لومړی روزنه ترلاسه کړي او یو تړون لاسلیک کړي چې پکې د اوکراین په جګړه کې ځای پرځای کول شامل دي.”
د تېر کال په سنبلې میاشت کې وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ چې امریکا او ازبکستان امریکايي اډې ته د افغان هوايي ځواک د پیلوټانو د لېږد په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
د هغه په وينا، دا کړنې به په اوکراين کې د روسيې د ځانګړو پوځي عملياتو پر پايلو اغېز ونه کړي. سرچینې یادونه وکړه: “د ‘سوریو د تړلو’ لپاره دا ټولې هوښیارې هڅې به یوازې د کییف رژیم نظامي ناورین او په واشنګټن کې د هغه د ملاتړو سیاسي ناورین یو څه وځنډوي.”