په امریکا کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر ننوتلو بندیز لګول شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر متحده ایالاتو ته د ننوتلو بندیز لګولی دی. دا پریکړه د دوشنبې په ورځ (د جون ۹مه) نافذ شوه.
په امریکا کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو د اتباعو پر ننوتلو بندیز لګول شوی

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دې بندیز کې د افغانستان، میانمار، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایی ګیني، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن اتباع شامل دي.

سپینې ماڼۍ دا اقدام د امنیتي ګواښونو او “بهرني ترهګرو” څخه د امریکا د ساتنې لپاره اړین ګڼلی دی.

د برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا د اتباعو پر ننوتلو هم کوچني محدودیتونه لګول شوي دي.

د دې هیوادونو لپاره د ځینو لنډمهاله کاري ویزو صادرول به لاهم اجازه ولري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه