په امریکا کې د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو مهاجرینو په اوسیدلو محدودیت لګول کیږي

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې متحده ایالات د یوې داسې طرحې د نهایی کولو په حال کې دی چې د ۱۲ هېوادونو لپاره، د ګرین‌کارټ او ځینو نورو اقامتي اجازه‌نامو د صادرولو بهیر په څرګند ډول سختوي، او افغانستان هم په دې لړ کې شامل دی.
په امریکا کې د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو مهاجرینو په اوسیدلو محدودیت لګول کیږي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې امریکا یوه نوې طرحه نهایي کوي چې د ۱۲ هېوادونو د وګړو لپاره د ګرین‌کارټ صادرول سخت کړي، چې په دې کې د افغانستان نوم هم شامل دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت د اسنادو پر بنسټ، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په پام کې لري چې د هغو کسانو لپاره چې د «سفر بندیز» په نوم په فهرست کې شامل هېوادونو پورې تړاو لري، د ګرین‌کارټ او ځینو نورو اقامتي اسنادو د ترلاسه کولو بهیر محدود کړي.

د نیویارک ټایمز د معلوماتو له مخې، افغانستان، چاد، کانګو، ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، میانمار، سومالیا، سودان او یمن په دې فهرست کې شامل دي او د دغو هېوادونو د وګړو د اسنادو د ارزونې بهیر به لا سخت سي. د راپور له مخې، دا نوي بدلونونه د ګرین‌کارټ، پناه غوښتنې او ځینو نورو اقامتي وضعیتونو په اړه دي، خو د تابعیت غوښتنې نه پکښې شاملېږي. د دې پالیسۍ له مخې، حتی هغه کسان چې د بندیز له اعلان څخه مخکې امریکا ته داخل سوي او قانوني اقامت لري، هم کېدای سي له دې پالیسۍ څخه اغېزمن سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x