د معمار پرس د خبر له مخې، په لوګر ولایت کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې او یوې ځوانې نجلۍ ځان وژنه کړې ده. د هغه په وينا، دغې ښځې او نجلۍ د کورنيو ستونزو له امله زهرجن توکي وڅښل او خپل ژوند يې پای ته ورساوه. باید وویل شي چې په افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې یو له اصلي لاملونو څخه کورنۍ ستونزې دي. د راپورونو له مخې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د نارینه وو په پرتله ښځې زیاتې ځان وژنې کوي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10598
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10598
منتشر شده در ۱۵:۵۴ - میزان ۳, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email