په افغانستان کې پر مرستندویه ادارو د محدودیتونو او ګواښونو زیاتوالی

خلک چې د اقتصادي بحران، وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او پراخې زیانمنۍ په منځ کې دي، د بل هر وخت څخه ډېر بشري خدماتو ته اړتیا لري. د مرستو درېدنه یا ځنډ کولای سي د خوړو امنیت، روغتیایي وضعیت او حتی د اړتیا لرونکو ډلو پر بقا او ژوند سمدستی اغیز پرېباسي.
په افغانستان کې پر مرستندویه ادارو د محدودیتونو او ګواښونو زیاتوالی

خلک چې د اقتصادي بحران، وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او پراخې زیانمنۍ په منځ کې دي، د بل هر وخت څخه ډېر بشري خدماتو ته اړتیا لري. د مرستو درېدنه یا ځنډ کولای سي د خوړو امنیت، روغتیایي وضعیت او حتی د اړتیا لرونکو ډلو پر بقا او ژوند سمدستی اغیز پرېباسي. اوچا اعلان کړي چې د طالبانو د مداخلې له امله یوازې د اکتوبر په میاشت کې ۶۰ بشردوستانه فعالیتونه په افغانستان کې درول سوي او په ټوله کې ۸۴ د لاسرسي د محدودیت پېښې ثبت سوې چې ډېری یې په هرات کې رامنځته سوي دي.

د راپور له مخې، د دغو پېښو ۷۰ برخې د مرستندویه پروګرامونو په چارو کې د طالبانو له بېلابېلو ډولونو مداخلې سره تړاو لري. دغه اداره وایي چې د ښځو پر کار محدودیت لا هم د اړمنو ښځو لپاره د خدماتو په وړاندې کولو کې یو جدي خنډ دی. د اوچا راپور چې په اکتوبر کې د ۶۰ بشردوستانه پروګرامونو د درېدلو په اړه دی، د طالبانو د محدودیتونو د شدت یو څرګند انځور وړاندې کوي.

په دې راپور کې یوازې د مداخلاتو زیاتوالی نه، بلکې د هغو جغرافیایي پراخوالی او د ستونزو بیلا بیل والی د یادونې وړ دي چې د مرستندویه ادارو فعالیتونه ګډوډ کړي دي. د پروګرامونو د تطبیق په بهیر کې د طالبانو مداخلې، د تګ‌راتګ محدودیتونه، د کارکوونکو ګواښل او نیول، ټول دا ښيي چې بشردوستانه عملیات نور یوازې یو تخنیکي او مسلکي فعالیت نه دی، بلکې په شدّت سره سیاسي سوي دي. په هرات کې د ۳۱ پېښو تمرکز، چې د پرله‌پسې زلزلو او د خلکو د پراخې اړتیا وروسته رامنځته سوي، دا څرګندوي چې طالبان حتی د بحران په شرایطو کې د مرستې پرځای کنټرول او مداخلې ته لومړیتوب ورکوي. ددې ترڅنګ، د ښځو پر کار د محدودیت دوام، په مرستندویه بهیر کې یو جوړښتیز بحران رامنځته کړی دی.

ډېری خدمات په ځانګړي ډول روغتیا، رواني ملاتړ، تعلیم او د ښځو لپاره د مرستو وېش د ښځو له شتون پرته عملي کېدای نه سي. د ښځو پر حضور بندیز یوازې د بشري حقونو چوکاټونه نه نقضوي، بلکې د مرستندویه ادارو پر وړتیا هم چې زیانمنو ښځو ته مرستې رسوی مستقیم اغېز کوي. یوازې په یوه میاشت کې په ۷۰ برخو کې مداخلې دا ښيي چې د بشردوستانه فعالیتونو محدودول یو سیستماتیک تګلاره ګرځېدلې، نه د پراکنده پیښو مرحلې. دغه وضعیت د مرستندویه ادارو لپاره «محدوده او د نه وړاندوینې وړ» عملیاتي فضا رامنځته کړې چې د پروګرامونو پلي کول، اوږدمهاله پلان جوړونه او حتی د ادارو دوامداره حضور له ګواښ سره مخ کوي.

د دې حالت پایله مستقیم د افغانستان پر خلکو لوېږي، پر هغو خلکو چې د اقتصادي بحران، وچکالۍ، بې‌ځایه کېدو او پراخې زیانمنۍ تر سیوري لاندې دي او د پخوا په پرتله زیاتې مرستې ته اړتیا لري. د مرستو درېدنه یا ځنډ کولای سي د خوړو پر امنیت، روغتیايي وضعیت او حتی د اړتیا لرونکو خلکو پر بقا مستقیم اغېز وکړي. په ټوله کې، د اوچا راپور دا حقیقت منعکسوي چې تر هغه چې طالبان په مرستندویه فعالیتونو کې مداخلې ته دوام ورکوي او سخت محدودیتونه په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې نه لېرې کوي، بشري هڅې په افغانستان کې نه یوازې غیر اغېزناک، بلکې په دوامداره خطر کې به وي. دا وضعیت د نړیوالې ټولنې جدي دریځ، د مرستندویه ادارو زیاتې همغږۍ او منظم فشار ته اړتیا لري، څو د بشري فعالیتونو د دوام لپاره لږ تر لږه اړین شرایط رامنځته سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x