سره له دې چې د ملګرو ملتونو سازمان د روان کال د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې شعار «د معلولیت لرونکو کسانو مشري ځواکمنول د یو ټولشموله او پایدار راتلونکي لپاره» اعلان کړی، په افغانستان کې معلولیت لا هم نه یوازې د فزیکي درد نښه ده، بلکې د ټولنیزې بېعدالتي، دولتي بېتوجهۍ او فرهنګي تبعیض سمبول هم ګڼل کېږي.
سره له دې چې د ملګرو ملتونو سازمان د روان کال د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې شعار «د معلولیت لرونکو کسانو مشري ځواکمنول د یو ټولشموله او پایدار راتلونکي لپاره» اعلان کړی، په افغانستان کې معلولیت لا هم نه یوازې د فزیکي درد نښه ده، بلکې د ټولنیزې بېعدالتي، دولتي بېتوجهۍ او فرهنګي تبعیض سمبول هم ګڼل کېږي. په داسې هیواد کې چې څلور لسیزې جګړه، چاودنې او غربت یې د خلکو پر ژوند فشار راوړی، زرګونه د جګړې او تاوتریخوالي قربانیان نن د حکومتونو د هیرښت او د ټولنې د چوپتیا په سیوري کې له فقر، تبعیض او انزوا سره مخامخ ژوند کوي.
د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ، د انسان د انسان په وړاندې د چلند په اړه د بیا غور کولو نړیوال فرصت دی. دا ورځ موږ ته یادونه کوي چې «ناتواني» په بدن کې نه ده، بلکې د ټولنې په سترګو کې ده؛ په هغو ذهنونو کې چې لا هم انسان د اندام له مخې قضاوت کوي، نه د فکر او روح له مخې.
خو په افغانستان کې، دا ورځ د انسانیت جشن نه، بلکې د هغو کسانو لپاره تریخ یاد دی چې د جګړو، تبعیضونو او د سیاستوالو د بېمسؤولیتیو مستقیم قربانیان دي. هغه کسان چې بدنونه یې په جګړه کې ټپي سول، خو روحونه یې د سیاست د بېتوجهۍ په ډګر کې مړه سول.
نږدې ۲۰۰ زره معلولیت لرونکي کسان په افغانستان کې ثبت سوي؛ خو دا شمېر یوازې یو سوړ عدد دی. د هر شمېر تر شا یو مات سوی ژوند او ناتمام خوبونه پراته دي. د دغو معلولیتونو ډېره برخه د جګړو پایله ده چې د افغانستان سیاسي او نظامي مشرانو پر خپلو خلکو تحمیل کړي.
د حکمتیار د کورنیو راکټ ویشتونو څخه نیولې، د ځانمرګي بریدونو، قومي او سیاسي شخړو پورې، بېشمیره بدنونه په دې خاوره کې خاورې سول. او د جګړې په ټولو څېرو کې، د ګلبدین حکمتیار نوم د ظلم او تاریخي بېمسؤولیتۍ سمبول دی؛ هغه چې په اویا یمه لسیزه کې یې په کابل کې زرګونه ملکي وګړي ووژل او سلګونه ماشومان، ښځې او سړي یې دایمي معلولیت ته اړ کړل.
خو حکمتیار یوازې نه دی. هر سیاسي او نظامي مشر چې خلک د خپلې واکمنۍ وسیله جوړوي، په دې فاجعه کې برخه لري. هغه کسان چې د خبرو اترو پر ځای، ګولۍ غوره کړې، نن هم باید د تاریخ وجدان ته ځواب ووايي.
په شل کاله جمهوري دوره کې، معلولین څو ځله په رسمي ویناګانو ستایل سوي، خو په عملي ډول یې یوازې بېبنسټه ژمنې ترلاسه کړې.
د کرزي حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت جوړښت وساته، خو د معلولینو د پیاوړتیا، روزنې او کارموندنې لپاره مشخصه بودیجه یا سیاست نه درلود.
د اشرف غني په دوره کې، سره له دې چې د «ښه حکومتدارۍ» شعار ورکړل سو، د معلولینو معاشونه د خپل اصلي ارزښت نیمایي ته راښکته سول او حتی دغه لږ معاش هم د ځنډ یا تبعیض سره ورکړل کېده.
هغه کسان چې د خپلې خاورې د دفاع په ډګر کې خپلې سترګې، لاسونه او پښې له لاسه ورکړې، د وزارتونو د تړلو دروازو شاته پرېښودل سول.
هېڅ ملي دوامداره برنامه د معلولینو د بیا پیاوړتیا یا ټولنیز ادغام لپاره نه وه. دغه بېتوجهي یوازې اداري تېروتنه نه، بلکې د ټولنیز عدالت خیانت وو.
د طالبانو د واکمنۍ له بیا راګرځېدو وروسته، د معلولینو وضعیت د بېتوجهۍ له مرحلې تر حذف پورې رسېدلی. ډېری نومونه له حقوقي فهرستونو حذف سوي او تادیات نیمایي یا بند سوي دي.
طالبان د «اسلامي حکومت» خبره کوي، خو په اسلام کې د ضعیفانو درناوی د ایمان نښه ده، نه سیاسي ننداره. هغه څه چې نن په افغانستان کې لیدل کېږي، د دین شعار او د ځواک چلند تر منځ تضاد دی.
سربېره پر دې، معلولین، په ځانګړې توګه ښځې او انجونې، دوه چنده قرباني دي؛ له یوې خوا د زده کړې او کار له حق محروم، او له بلې خوا د کور دننه بندي د تبعیضي لیدلورو او د طالبانو د سختو قوانینو له امله.
په افغانستان کې د ټولو زیانمنو طبقاتو په منځ کې، د ښځو او انجونو معلولین ښایي تر ټولو ډېر کړاو ګالي. هغوی نه یوازې د درملنې او زده کړې امکاناتو څخه محروم دي، بلکې دوه ګونی تبعیض هم تجربه کوي: هم د ښځې په توګه او هم د معلولیت لرونکي په توګه. په داسې ټولنه کې چې لا هم د معلولې انجلۍ واده ننگ ګڼي او د انجونو ښوونځي یې تړلي، د معلولو ښځو د مشرتابه خبرې کول څنګه ممکن دي؟
سره له دې، هغه ښځې معلولینې چې د دې ټولو فشارونو په وړاندې درېدلی او د فقر، ناامنیو او تحقیرونکو لیدلورو سره سره لا هم لویې هیلې لري، خپله د ریښتینې مشرتابه سمبول دي؛ مشرتابه د صبر، عقل او امید له جنس څخه.
معلولین یوازې د سیاست قربانيان نه دي، بلکې د بېتفاوتۍ فرهنګ قربانيان هم دي. ټولنه چې د ترحم یا ټوکې په سترګو ورته ګوري، خپله د اخلاقي فقر ښکار ده. هر انسان د بل انسان د کرامت مسؤول دی. زموږ لیدل معلولینو ته، په حقیقت کې زموږ د انسانیت عکس العمل دی.
که موږ د نورو دردونو په وړاندې بېتفاوت واوسو، ژر یا وروسته به په هغه ټولنیز بېرحمۍ کې ونښلو چې هېڅوک په کې خوندي نه وي.
د معلولینو نړیواله ورځ یوازې د همدردۍ ورځ نه ده؛ دا د دولتونو، مشرانو او زموږ د ځانونو د حساب غوښتلو ورځ هم ده. په افغانستان کې باید معلولیت له حاشیې نه، د ټولنیز سیاست په متن کې ځای ومومي. هېڅ پایدار پرمختګ به نه وي، که ټول وګړي، پرته له تبعیضه، په کې ونډه ونه لري.
د ملګرو ملتونو شعار د ۲۰۲۵ کال لپاره: «د معلولیت لرونکو کسانو مشري ځواکمنول د یو ټولشموله او پایدار راتلونکي لپاره»، چې په افغانستان کې ژور مفهوم لري. ټولشمولي د انسان په رسمیت پېژندل معنا لري، نه په توانایۍ؛ او پایدارۍ د داسې ټولنې جوړول دي چې هیڅوک په کې هېر نه سي.
په پای کې، افغانستان د بېعدالتیو له کړۍ خلاصول، یوازې د سړکونو یا دیوالونو په جوړولو نه، بلکې د انساني ذهنیت په جوړولو کې ممکن دي. د معلولینو نړیواله ورځ باید موږ ته یادونه وکړي چې انسانیت د دې مانا لري چې انسان په هر شکل وګورو؛ حتی که قامت یې کوږ وي یا لاسونه یې بېحرکت وي.
ځکه کرامت د بدن په توانایي کې نه دی، بلکې په روح کې روښانه دی!



