د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو اعلان کړی چې د خوړو نړیوال پروګرام د بودیجې د سخت کمښت له امله اړ شوی چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۰۰ زره امیندوارو او شیدو ورکوونکو ښځو ته د غذايي موادو د وېش مخه ونیسي. دغه سازمان چې تر دې مخکې یې په ۲۰۲۴ کال کې له ۱.۶ میلیونو امیندوارو او شیدو ورکونکو ښځو سره مرسته کړې وه، د مالي بحران له امله نشي کولای دغه مرستې ته دوام ورکړي. د دغو مرستو بندول په افغانستان کې د میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره جدي پایلې لرلی شي او د خوارځواکۍ کچه لوړه کړي. د خوړو نړیوال پروګرام وړاندوینه کوي چې د روان کال تر پایه به د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه خلک د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ شي او شاوخوا ۱۲ میلیونه وګړي به عاجلو مرستو ته اړتیا ولري. کارپوهان خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د امیندوارو او شیدې ورکونکو ښځو لپاره د خوراکي توکو د مرستو بندیدل به په یوه ستر بشري ناورین بدل شي.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9885
- کې خپور شو 12:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 9885
- August 6, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9885
- کې خپور شو 12:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 9885
- August 6, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:01 - August 6, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



