د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې تر ۳.۵ میلیونو ډېر د ۵ کالو څخه کم عمره ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي؛ دا شمېر افغانستان د نړۍ د تغذیې له اړخه د تر ټولو بحراني هېوادونو په ډله کې دروي. یادې ادارې د چهارشنبې په ورځ، د جدي میاشتې په ۳مه، په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې د خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال په پرتله نیم میلیون زیات سوی دی. د دې سازمان په وینا، د ماشومانو ترڅنګ شاوخوا ۱.۲ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوراکي توکو له شدید کمښت سره مخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې ښځې او انجونې تر نورو ډېر د لوږې تر فشار لاندې دي او د ټولنیزو او اقتصادي محدودیتونو له امله د هغوی لاسرسی حیاتي سرچینو ته ورځ تر بلې کمېږي.
دغه راپور یوازې یو اندېښمنوونکی شمېر نه ښيي، بلکې په افغانستان کې د بشري بحران د ژورېدو څرګندونه کوي؛ داسې بحران چې له خوارځواکۍ اوښتی او په پرلپسي ډول د ماشومانو ترمنځ د پراخې لوږې بڼه خپلوي. د خوارځواکو ماشومانو د شمېر پرلهپسې ډېرېدل ښيي چې د کورنیو اقتصادي وضعیت مخ پر خرابېدو دی او سته حللارې د مخ پر زیاتېدونکو اړتیاوو ځواب نه سي ورکولای.
له ۵ کالو څخه کم عمره ماشومان چې د ټولنې تر ټولو زیانمنه ډله ده، د دې وضعیت اصلي قربانیان دي. په دې عمر کې خوارځواکي نه یوازې د ماشومانو پر جسمي روغتیا ناوړه اغېز کوي، بلکې د هغوی پر ذهني ودی، او د زدهکړې وړتیا ته هم جدي زیان رسوي. هغه ټولنه چې ماشومان یې له سالمې تغذیې بې برخې وي، په حقیقت کې د راتلونکې انساني پانګه له لاسه ورکوي؛ هغه پانګه چې د هېواد په بیا رغونه او پرمختګ کې بنسټیز رول لري.
له بل لوري، د امیندوارو او شیدې ورکوونکو ښځو وضعیت د بحران لا اندېښمنوونکی اړخ روښانه کوي. په دې ډله کې د خوراکي توکو کمښت په مستقیم ډول د راتلونکي نسل پر روغتیا اغېز پرېباسي. د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې ښځې او انجونې د بحران تر سخت فشار لاندې دي، دا ښيي چې لوږه د ټولنیزو تبعیضونو سره یو ځای سوې او هغوی یې لا ډېرې زیانمنې کړې دي، په ځانګړي ډول هغه ښځې چې د کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او د لږ ملاتړ څخه هم بې برخې دي.
په ټوله کې، د دې وضعیت دوام د افغانستان د راتلونکي لپاره نه جبرانېدونکي پایلې درلودلای سي. د لوږې پراخېدل، د ناروغیو ډېرېدل، د انساني ځواک کمزوري کېدل او د ماشومانو له زدهکړو بې برخې پاتې کېدل د بحرانونو یوه نه ختمېدونکې لړۍ رامنځته کوي. که د ماشومانو او ښځو د تغذیې وضعیت ته بیړنۍ، هدفمنه او سمه پاملرنه و نه سي، د هېواد راتلونکی نسل به له داسې ننګونو سره مخ سي چې د حل او جبران لپاره یې کلونه وخت ونیسي.




