په افغانستان کې د کمال خان بند رسمي پرانیسته

افتتاح رسمی بند کمال خان در افغانستان

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کمال خان بند د چهارشنبې په ورځ (د دلو په ۱۷مه) د طالبانو د چارواکو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. په مراسمو کې، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور د دې بند اقتصادي اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د کمال خان بند په پرانیستلو سره به په هیواد کې د وچکالۍ پیښې کمې شي. منصور زیاته کړه چې طالبان د هیواد د اوبو سرچینو مدیریت ته ژمن دي، د اوبو زیرمو تنظیمولو، د بندونو جوړولو او د انرژۍ پراختیا ته ځانګړې پاملرنه لري.

بیشتر بخوانید:  داعش په کابل کې پر هغه هوټل د برید مسوولیت منلی چې چینايي اتباع په کې اوسېدل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه