د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یوې باخبرې سرچینې د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۹مه وویل چې د دې شبکې د ټلویزیون فعالیت د موجودو “فشارونو” له امله بند شوی دی.
د کابل نیوز خصوصي شبکه د پخواني ولسمشر حامد کرزي نږدې کس عبدالکریم خرم جوړه کړې ده.
څه موده وړاندې حامد کرزي د ټویټر څخه د کابل نیوز تلویزون د اکاونټ د بندیدو په اړه د وضاحت غوښتنه وکړه.
ښاغلي کرزي ویلي وو چې ټویټر د کابل نیوز اکاونټ وروسته له هغه بند کړ چې افغان ښځینه ډاکټرانو یې له نجونو غوښتي چې ښوونځي ته ستانه شي.