د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ FAO نن یکشنبه، د قوس ۱۶مه اعلان کړې چې په داسې حال کې چې د افغان ښځو پر ژوند، کار او ټولنیز ګډون محدودیتونه لا هم دوام لري، دا اداره بیا هم د ښځو اړوند د خوړو د پروسس مرکزونو ملاتړ ته ژمنه ده.
FAO په خپل تازه راپور کې ویلي چې د کرنې سکتور، که څه هم له محدودیتونو سره مخ دی، خو بیا هم د ښځو لپاره د کار او عاید د رامنځته کولو ارزښتمن فرصتونه برابروي. د دغه سازمان په وینا، ښځې توانیدلي چې د مرباوو، اچارو او نورو پروسس سویو خوړو په تولید سره د خپلو کورنیو لپاره دوامداره عاید ترلاسه کړي.
دغه اداره زیاتوي: «د FAO د خوړو، تغذیې او معیشت د امنیت پراخ پروګرام په افغانستان کې په هره ولسوالۍ کې پر ښځو او تر ټولو بېوزلو کورنیو د ملاتړ تمرکز لري.»
د ورکړل سویو شمېرو له مخې، له اپریل ۲۰۱۰ تر اوسه پورې دغه پروګرام په اته ولایتونو کې د ۱۶ ولسوالیو ۳۸۵ زره کسان تر پوښښ لاندې راوستي او شاوخوا ۵۵ زره کورنیو له دې مرستو ګټه اخیستې ده.
دا مرستې په داسې حال کې روانې دي چې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان ښځې له کار، لوړو زده کړو او د ټولنیز ژوند له ډېرو برخو محرومې سوې دي؛ داسې وضعیت چې د کورنیو د معیشت او د خوړو د امنیت په ځانګړي ډول په کلیوالو سیمو کې د نړیوالو بنسټونو د اندېښنې لامل سوی دی.



