د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د پولیو نه پاک افغانستان سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ماشومانو د ګوزڼ د واکسیناسیون د نوې دورې د پیل خبر ورکړی دی. د دې اعلامیې پر بنسټ، دا پروګرام د دوشنبې په ورځ د قوس ۲۴مه پیلېږي او تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان به په ټاکل سوو سیمو کې تر پوښښ لاندې راولي.
د اعلامیې له مخې، واکسیناسیون به په هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، هرات او کندز ولایتونو کې عملي سي.
دا کمپاین په داسې حال کې پیل سوی چې د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، روان کال کې په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې ثبت سوې دي، چې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې راپور سوې دي.
په روان میلادي کال کې، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د طالبانو په همغږۍ، په ټول هېواد کې د پولیو د واکسین کمپاین څو پړاوونه پلي کړي دي. د دې کمپاینونو موخه د پولیو ویروس د خپرېدو مخنیوی او په افغانستان کې د دې ناروغۍ بشپړه له منځه وړل دي.
افغانستان د نړۍ له هغو دوو هېوادونو څخه دی چې لا هم پکې د ماشومانو د ګوزڼ فعالې پېښې راپور کېږي. روغتیايي کارپوهان د دې ناروغۍ پر وړاندې د ماشومانو د ساتنې لپاره د واکسیناسیون پر دوام او پراخېدو ټینګار کوي.
روغتیايي بنسټونه ټینګار کوي چې د واکسیناسیون منظم او سراسري تطبیق، له روغتیايي ټیمونو سره د کورنیو همکاري، او بېخنډه ډول بېلابېلو سیمو ته د واکسیناتورانو لاسرسی، د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د بشپړې له منځه وړلو کې اساسي رول لري.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له امنیتي ستونزو، د لاسرسي له محدودیتونو او د روغتیايي نظام له جوړښتي ستونزو سره مخ دی، چې دا وضعیت د پولیو پر ضد د مبارزې بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.



