په افغانستان کې د پولیو د مخنیوي لپاره سیمه‌ ییزه همکاري

د طالبانو د عامې روغتیا سرپرست وزیر د سعودي عربستان سفر پر مهال د دغه هېواد او د پاکستان د روغتیا له وزیرانو سره د افغانستان په کچه د پولیو ناروغۍ د له منځه وړلو او د پراخو روغتیایي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
لنډ لینک: https://memar.press/?p=157465
۵ ساعتونه مخکی
د خبر شمیره 157465
کې خپور شو 5 ساعتونه پیش

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د سعودي عربستان د روغتیا له وزیر فهد عبدالرحمن الجلاجل او همدارنګه د پاکستان د روغتیا له وزیر سره د پولیو ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په اړه بحث کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې درې واړو لوریو د پولیو تر څنګ د ساري او غیرساري ناروغیو، د نشه‌يي موادو د ناوړه استفادې د مخنیوي، د کیفیت د تضمین په برخه کې همکارۍ او د نورو روغتیایي موضوعاتو په اړه مفصلې خبرې کړې دي. طالبانو ټینګار کړی، چې د ناروغیو د مخنیوي او د روغتیایي خدمتونو د ښه والي لپاره د سعودي عربستان او پاکستان له دولتونو سره همکارۍ ته چمتو دي.

یاده دې وي چې د پولیو ناروغي لا تراوسه په افغانستان او پاکستان کې له منځه نه ده تللې. د رسمي راپورونو له مخې، سږ کال لږ تر لږه دوه مثبت پېښې په بادغیس او هلمند ولایتونو کې ثبت سوې دي، او په پاکستان کې هم د دغې ناروغۍ شمېر زیات سوی دی.

د روغتیا چارواکو ویلي، چې سیمه‌ ییزه همکاري او د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د تجربو تبادله د ناروغۍ د خپرېدو د کمولو او د ماشومانو د ساتنې لپاره حیاتي ارزښت لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
Polio
په پکتیکا ولایت کې د پولیو د واکسین د کمپاین پیل
د «له پولیو څخه پاک افغانستان» بنسټ د پکتیکا د ټولو ولسوالیو لپاره د پولیو د واکسین د کمپاین د پیل خبر ورکړی دی.
اوچا-و-ارائه-خدمات-صحی-در-افغانستان
د بهرنيو مرستو د بندېدو له امله؛ د زابل مېرمنې او میندې د زیږون پر مهال د مړينې له ګواښ سره مخ دی
يو شمېر مېرمنې په زابل ولايت کې وايي، له هغه وروسته چې بهرنۍ مرستې بندې سوې، د روغتيايي خدمتونو لاسرسی، په ځانګړي ډول د مېرمنو، مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې، په شدّت سره راکم سوی او ژوند يې له جدي خطر سره مخ دی.
dna-test
طالبانو په افغانستان کې د لومړني «DNA» لابراتوار د پرانېستې خبر ورکړ
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یې د لومړي ځل لپاره د «DNA» ازموینو مرکز پرانیستی دی.
17466749_607
په ننګرهار او نورستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل سو
د «له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ» اعلان کړی چې د ماشومانو د فلج ناروغۍ (پولیو) د زرقی او خوراکي واکسین کمپاین له نن، شنبه د میزان په ۵مه، د ننګرهار په ۱۷ او د نورستان په ۴ ولسوالیو کې پيل سوی دی.
تازه مهم خبرونه
راپور او مرکه
نوې څېړنه: د طالبانو تګلارې د بدلون او ثبات مخه نيولې ده
د يوې نوې څېړنې پايلې ښيي چې د طالبانو سياستونه او کړنلارې د افغانستان د هر ډول بدلون او ثبات لاره بنده کړې او د دې هېواد د وضعيت د ښه کېدو هڅې يې ناممکنې کړې دي.
د طالبانو د ژبنۍ او فرهنګي تګلارې سیاستونه
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، د لوحو او اعلانونو د اصلاح کمیسیون ددې ادارې د ژبني او فرهنګي سیاستونو په چوکاټ کې د کابل ښار په پنځمه ناحیه کې له ۲۰۰ څخه ډېرې اعلانیزې تختې له ژبني اړخه سمې کړې دي.
په افغانستان کې د قطر د نوي سفیر ټاکنه؛ ویس ناصري: دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده
ویس ناصري، سیاسي کارپوه، د قطر د نوي سفیر د ټاکلو په اړه ویلي چې دوحه، چې د طالبانو له پیاوړو ملاتړو څخه ده، د دې ډلې په واکمنېدو کې اساسي رول لوبولی دی.