د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړي تفتیش ادارې (SIGAR) تازه راپور، چې پرون (چهارشنبه، ۱۲ د قوس) خپور سو، د یویشتمې پېړۍ له تر ټولو ګرانې سیاسي–اقتصادي ناکامۍ پرده پورته کړه.
دغه ټکان ورکوونکی سند ښيي چې واشنګټن په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې له ۱۴۸ میلیارده ډالرو زیات مصرف کړي، خو نه یوازې دا چې خپلو اعلان سویو هدفونو ته ونه رسېدل، بلکې د هغه نظام د سقوط لامل سول چې خپله یې جوړ کړی وو.
د راپور ارقام د ژور تضاد انځور وړاندې کوي چې ددې لوی بودیجې۶۰ سلنه د امنیتي پروګرامونو لپاره ځانګړې سوې وه، له پوځي تجهیزات اخیستو نیولې تر ځواکونو روزنې پورې، خو دغه تجهیزات د ۲۰۲۱ کال د سقوط وروسته د طالبانو لاس ته ولوېدل. پاتې برخه د عمراني پروژو، انرژۍ او هوټل جوړونې لپاره لګول سوې وه، چې ډېری نیم پاتې سول یا د سوء مدیریت ښکار سول.
خو دا کیسه یوازې د داخلي فساد انځور نه وړاندې کوي. د شفافیت نړیوال سازمان په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان د نړۍ څلورم فاسد هېواد وګرځوه، چې په ۱۸۰ هېوادونو کې ۱۷۷مه درجه یې درلوده. دغه شمېر د حقیقت نیمایي برخه ښيي؛ پاتې نیمایي د بهرنیو ملاتړو رول څرګندوي سره له دې چې د فساد له ډنډ څخه خبر وو، بیا یې هم سرچینې داسې لاره کې مصرفولې چې هیڅ پایله نه یې درلوده.
واقعیت دا دی چې میلیارډونه ډالر د افغانستان د خلکو په خدمت کې نه، بلکې د فاسدو چارواکو جېبونو، د بهرنیو ګټې غوښتونکو موسسو او بې ګټې اداري میکانیزمونو ته تللي دي. هغه سیستم چې واشنګټن او متحدینو یې طرحه او ملاتړ کړی وو، له پیل څخه په جوړښت کې داسې کمزورتیاوې لرلې چې د منظم فساد لپاره لار هواره کړه. سره له دې، اساسي پوښتنه دا ده چې آیا غربي څارونکي رښتیا نه پوهېدل چې دا پیسې چیرې ځي، یا د نرم څارنې قصدي برخه د دې معادلې برخه وه؟
د افغانستان د جمهوریت د نظام سقوط د داخلي فساد او بهرني بېتدبیري ګډ محصول وو. هغه نظام چې له موریانه دننه خوړونکی خوړلی وو، له دې مخکې چې طالبان یې ړنګ کړي، له دننه ویجاړ سوی وو. دا حقیقت چې پخوانۍ حکومت تر وروستۍ ورځې پورې په فساد کې ډوب وو، د افغانستان د حکومت مشرانو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو ستراتیژیکه ناکامي په نهادونو کې د شفافیت او ځواب ورکونې رامنځته کولو کې څرګندوي.
د مالي فساد او نظام د سقوط کیسه په صراحت سره ښيي چې د دې هېواد تجربه باید د ورته پروګرامونو لپاره یو خبرداری وي. دغه خبرداری نه یوازې د مرسته ترلاسه کوونکو حکومتونو لپاره، بلکې د مرسته ورکونکو هېوادونو لپاره هم مهم دی.
تاریخ څرګنده کړه چې پیسې پرته له ریښتیني څارنې، د اغېزمنو ځواب ورکولو میکانیزمونو او د فساد پر وړاندې د سیاسي ارادې، یوازې د بحران سونګ دي، نه د حل لاره. ۱۴۸ میلیارده ډالر ولګول سول ترڅو نړۍ یو درس زده کړي، خو لا تر اوسه معلومه نه ده چې آیا دا درس اخیستل سوی که نه. دا یو زړه بوږنوونکې او عبرت ورکوونکې وضعیت دی چې د څلویښت میلیونو انسانانو برخلیک د فاسدو اقلیتونو په لاس او د بهرنیو ملاتړو د بېحساب ملاتړ له امله تباه سو.



