د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د مالیې وزارت په کابل کې د نړیوال بانک د دفتر د پرانیستلو اعلان وکړ، چې پکې ویل شوي دي: دا نړیواله اداره په بشپړه توګه چمتو ده چې په افغانستان کې د لوژستیک او ساختماني شرکتونو ته د خپلو پاتې پورونو د ورکړې پروسه بیا پیل کړي.
دا اقدام په هیواد کې د پراختیایي پروژو د بیا ژوندي کولو او د کار فرصتونو د رامینځته کولو لپاره د یو مهم ګام په توګه لیدل کیږي.
د مالیې وزارت د یوې اعلامیې له مخې، نړیوال بانک په افغانستان کې د فعالیت کوونکو شرکتونو ۵۰ میلیونه ډالر پوروړی دی.
دا پور به د مالیې وزارت سره په همغږۍ کې په څلورو مرحلو کې ورکړل شي.