د معمار پرس د خبر له مخې؛ په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې په ماشومانو او ښځو کې د نامعلومې تنفسي ناروغۍ د خپریدو خبر ورکوي. درارسيدلو خبرونو له مخې، په تيرو دريو ورځو کې په خواهان ولسوالۍ کې دغه ناروغي په چټکۍ سره زياته شوې ده. تر اوسه په دې ناروغۍ ۸۰ ماشومان او ۴۰ ښځې د دې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. د دوی له جملې څخه دا مهال په دغه مرکز کې شاوخوا ۵۰ تنه بستري دي. شدید ټوخی او د سینې درد د دې ناروغۍ له مهمو نښو څخه دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=8380
۷ میاشتی پیش
شماره خبر 8380
منتشر شده در ۱۱:۰۰ - ثور ۹, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email