په افغانستان کې د ناټو د شل کلن حضور پایله

په افغانستان کې د ناټو د شل کلن حضور پایله
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=3168
۳ کلونه مخکی
شماره خبر 3168
منتشر شده در 6:31 ب.ظ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په هېواد کې د ناامنیو وروستي زیاتوالی له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مستقیمه پایله ده. له دویچه ویله سره په خبرو کې حنا رباني ویلي چې ناټو په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه نیمګړې پرېښوده او له پلان پرته له دغه هېواده ووتل چې د سیمې امنیت یې اغېزمن کړی دی. مېرمن رباني دې ته په اشارې سره چې د افغانستان له پولو څخه د ترورېزم خطر او ګواښ د پاکستان پر لور دی، څرګنده کړه چې د طالبانو له ژمنو سره سره لا هم دغه ګواښونه نه‎دي کنټرول شوي. هغه زیاته کړه: “نړۍ یوازې هغه ګواښونه ویني چې له افغانستان څخه د ناټو د وتلو مستقیمه پایله ده او موږ یې د کنټرول توان نه لرو.” په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د داعش او په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو له خوا ناامنۍ او بریدونه زیات شوي دي. دغه راز روسیې او د سیمې نورو هېوادونو هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پراخېدو او نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې چې د سیمې هېوادونه یې له ګواښ سره مخ کړي دي. طالبانو له داعش سره د مبارزې او د تحریک طالبان پاکستان د محدودولو په برخه کې کوم جدي هوډ نه دی ښودلی او یوازې په عمومي او حاشیه مسلو خبرې کوي. خو د دې ناامنیو او ګواښونو بنسټ له کومه راځي؟ د ناټو لخوا د افغانستان اشغال او د څو کلونو لپاره په دغه هیواد کې د هغوی شتون او همدارنګه له افغانستان څخه د لویدیځ ناڅاپه او غیر پلان شوي وتلو، اوسنی وضعیت رامینځته کړی چې نه یوازې زموږ هیواد بلکې ګاونډیان او سیمه یې هم اغیزمنه کړې ده. لویدیځ تل هڅه کوي چې هیوادونه او حکومتونه د یوې وسیلې په توګه وکاروي او کله چې د دوی د کارونې نیټه پای ته ورسیږي نو پروا نه کوي چې پر دوي باندي څه پیښیږي او د افغانستان مسله د د لویدیځ د بې مسؤلیتۍ او د بې کفایتۍ ښکاره بیلګه ده. له همدې امله هغه بې ثباتي چې په افغانستان کې رامنځته شوې او د سیمې خلکو او هېوادونو ته یې زیان رسولی، د لویدیځوالو د شل کلن اشغال پایله ده. او دوی د هغه غوټۍ د خلاصولو مسؤل دي چې دوی په خپلو لاسونو جوړ کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
russia
تاجیکستان ته د پوتین سفر د سیمې او افغانستان پر تحولاتو تمرکز لري
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اکتوبر په نهمه نېټه تاجیکستان ته سفر کوي ترڅو له امامعلي رحمان، خپل سیال سره وګوري او د سیمې د تحولاتو، په ځانګړې توګه افغانستان، او د امنیتي همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
اداره-ملی-احصائیه (1)
د طالبانو د احصائیې اداره: د ۱۴۰۴ کال په نیمایي کې له ۴۲ زرو ډېرې کاغذي تذکرې تصدیق سوې
د طالبانو د احصائیې ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۴۲ زرو ډېر کاغذي تذکرې تصدیق کړې او په عین وخت کې د یو میلیون او ۳۲۱ زره څخه زیات غوښتونکي ثبت او وڅېړل سول.
bon-alman
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
آلمان په دې وروستیو کې د طالبانو استازي تاییدکړي او د بن قونسلګرۍ پخوانيو کارکوونکو استعفا ورکړې، د طالبانو لخوا ټاکل سوي ډیپلوماتانو د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري بیا پرانېستې ده.
bazgasht-mohajerin
افغانستان ته د لږ تر لږه زر کډوالو کورنیو ستنېدل
د کډوالو د ستونزو د حل عالي کمیسیون راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې ۹۶۳ کډوالې کورنۍ د رسمي پولو له لارې افغانستان ته راګرځیدلې دي.
آخرین اخبار مهم
افغانستان د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام مقدماتي سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې چمتو دی
۲ ورځې مخکی
د ښځو پر وړاندې د محدودیت دوام؛ طالبانو د ښځو او انجونو د ځیرکو مبایلونو د ضبطولو امر کړی
۲ ورځې مخکی
ګنداپور: د افغانستان بې‌ثباتي د پاکستان امنیت په مستقیم ډول ګواښي
۲ ورځې مخکی
په افغانستان کې د فقر د زیاتېدو په اړه د بحران نړیوالې ډلې اندېښنه
۲ ورځې مخکی
هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه‌توب کوي
۲ ورځې مخکی
«د هستوګنې نړیواله ورځ» او د افغانستان پر ښاري سیمو د فشار د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
۲ ورځې مخکی
روسیه: طالبان د بګرام اډه امریکا ته نه سپاري
۲ ورځې مخکی
په کنړ کې د طالبانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ وسله واله نښته
۲ ورځې مخکی
گزارش و مصاحبه
ملګري ملتونه: د وريجو د کر او تولید بهیر په افغانستان کې پیاوړی کېږي
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې پروګرام (فائو) اعلان کړی چې د وريجو کر او تولید به په افغانستان کې پیاوړی کړي.
۷ ورځې مخکی
4:10 ب.ظ
طالبانو په کندهار کې د ښځینه خیاطیانو فعالیت بند کړ
ځايي سرچینې په کندهار کې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر اداره، د ټولو هغو خیاطیانو فعالیتونه درولي چې د ښځو جامې یې ګنډلې.
۲ اونۍ مخکی
2:12 ب.ظ
پر رسنیو د طالبانو تازه فشارونه؛ په لغمان کې خبریالان د ږیرې پریښولو او د طالبانو د قوانینو منلو ته اړ کړل سول
⁠لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.
۲ اونۍ مخکی
1:57 ب.ظ
د طالبانو په سبک روزنه؛ ولې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوی؟
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې له ښوونیزو کتابونو څخه لسګونه موضوعات لرې سوي دي، موضوعات چې د اسلامي ښوونو او د امارت اسلامي د پالیسي خلاف ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
1:27 ب.ظ
یوناما نسبت به وضعیت بحرانی زلزله‌زدگان شرق کشور هشدار داد
د افغانستان ختیځ کې د زلزلې ناورین؛ انساني غمیزه او د واکمنۍ ازموینه
د طالبانو حکومت په دې حساسې مرحلې کې له یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې سره مخ دی. ددې بحران اغېزمن مدیریت د واکمنۍ د وړتیا د سنجولو معیار هم ګڼل کېږي.
۳ اونۍ مخکی
11:22 ق.ظ
افغانستان در روز جهانی دموکراسی؛ حاکمیت تک‌صدایی، خاموشی امید و بحران مشروعیت
نبود مشارکت مردمی، ممنوعیت آموزش زنان و سرکوب رسانه‌ها، کشور را از مسیر توسعه و مردم‌سالاری دور کرده و بحران مشروعیت را در درون نظام حاکم تشدید نموده است.
۳ اونۍ مخکی
1:14 ب.ظ