په افغانستان کې د قوس په میاشت کې له ۹ زرو څخه ډېرې کاغذي تذکرې تایید سوې

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی چې د روان لمریز کال د قوس په میاشت کې، په ټول افغانستان کې ۹ زره او ۱۰۲ کاغذي تذکرې تایید سوې او د ۲۰۵ زره او ۸۰۹ کسانو هویت هم تثبیت سوی دی.
په افغانستان کې د قوس په میاشت کې له ۹ زرو څخه ډېرې کاغذي تذکرې تایید سوې

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې د روان کال د قوس په میاشت کې د دې ادارې د هویت تثبیت او د آرشیف د تنظیم ریاست، ټولټال ۹ زره او ۱۰۲ کاغذي تذکرې تایید کړې دي.

د یادې ادارې د مطبوعاتي دفتر د خبرپاڼې له مخې، چې د سې‌شنبې په ورځ (د جدي ۹مه) خپره سوې، له دې شمېرې څخه ۲ زره او ۶۰۳ تذکرې په حضوري ډول او ۶ زره او ۴۹۹ تذکرې په غیرحضوري ډول د بهر مېشتو افغانانو لپاره تایید سوې دي.

همدارنګه، په همدې موده کې د ۲۰۵ زره او ۸۰۹ کسانو هویت هم تثبیت سوی دی.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مسوولینو ټینګار کړی چې دا اقدامات د افغان وګړو لپاره د پېژندنې او نفوس‌ثبت د خدمتونو د اسانتیا په موخه ترسره کېږي او د دې ادارې هڅې ښيي چې غواړي اداري بهیرونه ښه کړي او د هېواد دننه او بهر مېشتو هېوادوالو ملاتړ وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x