د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، په یوه رسمي فرمان کې مردف القاشوطي د قطر د فوقالعاده او بشپړ واک لرونکي سفیر په توګه په افغانستان کې ټاکلی دی. دا ټاکنه په داسې حال کې سوې چې قطر په تېرو کلونو کې د افغانستان په سیاسي او ډیپلوماټیکو بدلونونو کې د یوه مهم منځګړي په توګه مهم رول لوبولی دی.
مردف القاشوطي تر دې وړاندې د قطر د سفارت د کاردار په توګه په کابل کې دنده ترسره کوله او د طالبانو له استازو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو او د بینالافغاني خبرو د کوربتوب په چارو کې فعاله ونډه لرله. د قطر له لوري د نوي سفیر ټاکل په داسې وخت کې ترسره کېږي چې دې هېواد د طالبانو او د سیمې او نړیوالو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پراخې کړې دي.
تراوسه د طالبانو حکومت د دې ټاکنې په اړه رسمي غبرګون نهدی ښودلی. ویس ناصري، سیاسي شنونکي، ویلي چې دوحه د طالبانو له پیاوړو ملاتړ کوونکو څخه ده او ددې ډلې د واکمنېدو په بهیر کې یې اساسي رول درلود. د هغه په وینا، د فوقالعاده سفیر ټاکل د قطر د ډیپلوماټیک رول د دوام او پراخېدو نښه ده او دا اړیکې به د طالبانو له حکومت سره په رسمي کچه لا ژورې کړي.