د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت په افغانستان کې د موټر جوړولو د فابریکې د جوړولو لپاره د چینایي شرکت ډونګفینګ ایډي موټرو لخوا د ۵۰ ملیون ډالرو پانګونې اعلان وکړ.
دا پروژه به په درې نیم کلونو او څلورو مرحلو کې پلي شي او په کال کې به ۲۰۰۰ موټرې تولید کړي، چې په کې د مسافر وړونکي موټرونه، لارۍ او امبولانسونه شامل دي.
دا پلان به د ۵۰۰ څخه تر ۷۰۰ پورې د کار فرصتونه رامینځته کړي او په هیواد کې به د بیکارۍ کچه راټیټه کړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت د دې پروژې بشپړ ملاتړ کوي او اړینې اسانتیاوې به لکه د جوازونو صادرول او د زیربنا ښه کول برابر کړي.