په افغانستان کې د سیم کارتونو د ویش بهیر پیل شو

په افغانستان کې د سیم کارتونو د ویش بهیر پیل شو

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اعلان وکړ چې په افغانستان کې د مخابراتي شبکو له خوا د سیم کارتونو د ویش بهیر بیا پیل شوی دی. د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي په ایکس ټولنیزه پاڼه کې لیکلي چې په بازار کې د سیم کارتونو د کمښت ستونزه هواره شوې ده. الکوزي په دوام وویل چې د هېواد اتباع کولای شي د مخابراتي شرکتونو له استازو سره په لیدنه کې سیم کارتونه ترلاسه کړي. تر دې مخکې د طالبانو د مخابراتو وزارت اعلان کړی و، چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو د سیم کارتونو د غیر قانوني وېش ۹۸ سلنه مخنیوی شوی دی. د دغه وزارت د چارواکو په وینا، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د انټرنیټ بیه ۶۰ سلنه راټیټه شوې ده.

بیشتر بخوانید:  د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د ډیپلوماټیکو پرسونل بدلون د هر هیواد یو عام او مشروع حق دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x