د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې اعلان کړی، چې له داکار مؤسسې سره د ګډو همکاریو هوکړهلیک د ۴۴۶ زره او ۸۴۱ امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت لاسلیک سوی دی.
د دې هوکړهلیک له مخې، د کونړ ولایت ۲٬۲۳۴ زلزلهځپلو کورنیو، د ننګرهار ولایت ۷۰۰ کورنیو او د لغمان ولایت ۶۶ کورنیو ته چي پکښي به هرې کورنۍ ته دوه روغتیايي بستې ووېشل سي. په دغو بستو کې یوه بسته د ۲۱ ډوله توکو او بله د ۷ ډوله روغتیايي توکو څخه جوړه سوی ده .
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې د رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادې ادارې عمومي رئیس، ملا نورالدین ترابي، د داکار مؤسسې له مشر پیدر تورننک سره لیدلي او د ګډو همکاریو هوکړهلیک یې ورسره لاسلیک کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، ترابي په دې لیدنه کې د ګډو همکاریو پر ارزښت، د پروژو پر روڼتیا او د اړمنو کورنیو پر اړتیاوو د ځانګړې پاملرنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې یاده اداره به د نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ پروژې پر وخت او په اغېزمن ډول پلي کړي.
همدارنګه، پیدر تورننګ د یادې ادارې له همکارۍ مننه کړې او د روانې پروژې په اړه یې معلومات ورکړي دي. هغه ویلي، چې د پروژې پاتې برخې به هم د کیفیت د معیارونو له مخې او د بشپړې همغږۍ په ترڅ کې ژر پلي سي او داکار مؤسسه ژمنه ده، چې د دې پروژې مثبتې پایلې به د مستحقو کسانو لپاره په څرګند ډول ولیدل سي.
د دې هوکړهلیک له مخې، داکار مؤسسه د روغتیايي بستو تر وېش سربېره، په کونړ ولایت کې ۲۳۵ تشنابونه او حمامونه او په ننګرهار ولایت کې هم ۲۳۵ تشنابونه او حمامونه جوړوي. همدارنګه، په کونړ کې د ۲۵۵ کورنیو او په ننګرهار کې د ۱۰۰ کورنیو لپاره د شګو د تصفیې د اوبو دستګاوې جوړېږي.
په همدې لړ کې، په کونړ کې د ۸۰ کورنیو او په ننګرهار کې د ۲۵ کورنیو لپاره د کمتوانه کسانو ځانګړې څوکۍ تشنابونو ته ورکول کېږي، او په کونړ کې ۱۵ او په ننګرهار کې ۵ د اوبو څاګانې رغول کېږي.
سربېره پر دې، په کونړ ولایت کې ۲۵۵ د اوبو زېرمې، په ننګرهار کې ۱۵۵ او په لغمان کې ۱۰۰ د اوبو زېرمې کلورین کېږي، او د کونړ ولایت د ژیړي بابا په کمپ کې به د ۷۹۰ کورنیو لپاره د دوو میاشتو په موده کې د څښاک اوبه به برابرې او ولېږدول سي .




