د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی دی چې په شلو تېرو کلونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړېزو پېښو او منظمو جرمونو په پایله کې په هېواد کې وژل سوي دي؛ دا شمېره افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له جملې څخه راولي چې د رسنیزو فعالیتونو لپاره تر ټولو خطرناک دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز اعلان کړی دی چې په شلو تېرونو کلونو کې لږ تر لږه ۱۳۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د جګړېزو پېښو او منظمو جرمونو په پایله کې په هېواد کې وژل سوي دي؛ دا شمېره افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له جملې څخه راولي چې د رسنیزو فعالیتونو لپاره تر ټولو خطرناک هیواد دي.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې چې د خبریالانو پر ضد د جرمونو د مجازاتو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپره سوې، ویلي دي چې د دغو جنایتونو په اړه د حسابورکولو نشتوالی له قربانیانو څخه عدالت اخیستی دی. د دې راپور پر بنسټ، د خبریالانو د وژنو له ۹۰ سلنې زیاتې قضیې هېڅ عدلي تعقیب سوي ندي او عاملین یې لا هم په ټولنه کې په ازاد ډول شتون لري. دا وضعیت یو څرګند پیغام لري: په افغانستان کې کېدای سي یو خبریال ووژل سي، پرته له دې چې څوک د عدالت اندېښنه ولري.
له ۲۰۰۱ کال وروسته، د افغانستان رسنیو د ودې او غوړیدا یو پړاو تجربه کړ. سلګونه رسنیز بنسټونه جوړ سول او د خبرو اترو او په قدرت د نیوکې فضا پراخه سوه. خو د ناامنۍ زیاتوالی، د وسلوالو ډلو نفوذ، او د قضایي بنسټونو کمزورتیا دا بهیر ودرولو، او ګڼ شمېر خبریالان یې دې ته اړ کړل چې هېواد پرېږدي یا په چوپتیا او سانسور کې ډوب سي. د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا راتګ سره، پر رسنیو فشار له یوې بې نظمې مرحلې څخه یوې هدفمندې تګلارې ته واوښت.
د خبریالانو د مرکز په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو څخه د سرغړونې له ۶۴۰ څخه ډېرې پیښې ثبت سوي دي؛ له نیونې او شکنجې نیولې، تر سانسور، ګواښ، او د ښځو له خبري ډګر څخه د ایستلو پورې. طالبان په ظاهره د «اسلامي رسنیو» خبرې کوي، خو په عمل کې د مبهمو مقرراتو او پراخو محدودیتونو په لګولو سره، رسنۍ د معلوماتو د کنټرول په وسیله بدلې کړې دي.
د دې وضعیت دوام نه یوازې د خبریالانو امنیت له منځه وړي، بلکې د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه یو، یعنې د معلوماتو د ترلاسه کولو حق، هم له منځه وړي. هغه ټولنه چې ازادې رسنۍ ونه لري، په تیاره کې ژوند کوي، او زمینه یې د فساد، افراطګرایۍ او پراخې بېعدالتۍ لپاره برابره وي. د مجازاتو له معافیت څخه د پای ته رسېدو یوازینی لاره، د بیان د آزادۍ ساتنه او د خلکو په حقیقت د پوهېدو د حق دفاع ده. د آزادو رسنیو دفاع، د هغه راتلونکي دفاع ده چې په هغې کې د غږونو چپ کول نور د قدرت وسیله نه وي.








