په افغانستان کې د دوو مهمو رسنیو د فعالیت بندول

په افغانستان کې د دوو مهمو رسنیو د فعالیت بندول

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په هرات کې ځايي سرچينې خبر ورکوي، چې د “ندای بلوچ” رسنيو مشر محمد اصف فيض‌يار د طالبانو له اجازې پرته د خبرونو د خپرولو په تور نيول شوى دى. د نوموړي له نيول کېدو وروسته دغې رسنۍ خپل فعاليت په بشپړه توګه بند کړ. په همدې حال کې د “راه فردا” تلویزیون چې د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند پورې تړلی و، هم د مالي ستونزو له امله خپل فعالیت بند کړی دی. د دغو دوو رسنیو د فعالیتونو ځنډېدل په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ او رسنیو د لا محدودیتونو اندېښنې زیاتې کړې دي. له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، پر رسنيو يې ډېر فشارونه اچولي او ډېرې يې بندې کړې دي.

بیشتر بخوانید:  په دوحه کې د اسیا د همکارۍ د خبرو اترو د فورم غونډه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x