په افغانستان کې د خوړو د کړکېچ خبرداري؛ ایا مرګونی ژمی په لاره دی؟

دا وضعیت چې د تېر هر وخت په پرتله ډېر خراب بلل سوی، له هغه خوارځواکۍ سره مل دی چې درې نیم میلیونه ماشومان یې د کړاو پر لور بیولي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې یو ناڅرګند راتلونکی رامنځته کړی دی…
په افغانستان کې د خوړو د کړکېچ خبرداري؛ ایا مرګونی ژمی په لاره دی؟

افغانستان د خوړو د بې‌ساري کړکېچ په ګرداب کې لوېدلی دی. د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وروستي راپور د اندېښمنوونکو حالاتو څرکندويي کوي چې له ۹ میلیونو زیات کسان یې د خوړو له ناورین سره مخ کړي دي. دا وضعیت، چې د هر وخت په پرتله ډېر خراب ګڼل سوی، له خوارځواکۍ سره مل دی چې درې نیم میلیونه ماشومان یې د کړاو پر لور بیولي او د راتلونکو نسلونو لپاره یې مبهم راتلونکی جوړ کړی دی. پرله‌پسې وچکالۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه شاوخوا دوه میلیونه کډوالو ستنېدل، او طبیعي پېښې، ختیځ کې زلزله تر ویجاړوونکو سېلابونو پورې، وضعیت نور هم خراب کړی او میلیونونه کسان یې د لوږې او فقر پر وړاندې زیانمن کړي دي. دغه عواملو، د پراخې بې‌کارۍ او هر اړخیز فقر ترڅنګ، یوه کړکېچنه کړۍ جوړه کړې چې ترې خلاصون ستونزمن ښکاري. له بلې خوا، د طالبانو د سیاستونو له امله نړیوالې انزوا او نړیوال بندیزونه د مالي سرچینو او بشردوستانه مرستو لاسرسی محدود کړی دی. په همدې حال کې، د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې که بېړنۍ مالي سرچینې برابرې نه سي، د دې ادارې وړتیا به د راتلونکي ژمي پر مهال د اړمنو کسانو ملاتړ کولو کې سخته کمه سي. دا محدودیت، په داسې حال کې چې د یخ موسم رانژدې کېږي، د یو ستر انساني ناورین جدي ګواښ بلل کېږي. د اقلیم بدلون، چې د دې کړکېچ له اصلي عواملو څخه ګڼل کېږي، وچکالۍ او سېلابونو کرنه او د خلکو معیشت فلج کړی دی. د کافي بنسټیزو تاسیساتو نشتوالی او د سرچینو د مدیریت کمزورتیا دغه اغېزونه لا پیاوړي کړي او د هیلې څرک یې کمزوری کړی دی. په دې منځ کې، ماشومان او ښځې تر ټولو ډېر زیان ویني او یو نامطمئن راتلونکی د دوی مخې ته ولاړ دی. که دا وضعیت مدیریت نه سي، اغېزې به یې یوازې لوږې پورې محدودې نه وي. د بې‌ثباتۍ زیاتوالی، د ناامنۍ پراخېدل او د نوې کډوالۍ څپه، د احتمالي پایلو یوه برخه ګڼل کېږي. د ناورین د مخنیوي لپاره بېړنیو او همغږو اقداماتو ته اړتیا ده. د نړیوالو همکاریو پیاوړتیا، د بشردوستانه مرستو لپاره د بندیزونو لرې کول، او د اقلیم بدلون پر وړاندې د مقاومت لرونکو بنسټیزو تاسیساتو پانګونه، له ضروري ګامونو څخه ښکاري. په داسې حال کې، د هېواد اوسني حاکمان باید د مسؤلانه سیاستونو په غوره کولو سره د خلکو د کړاو د کمولو زمینه برابره کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط