د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یوې جدي خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د ژمي په راتګ سره به د افغانستان د خوړو د خونديتوب او د خوارځواکۍ بحران لا پسې شدید سي.
دغه نړیوالې ادارې تېره ورځ (یکشنبه، ۱۶ د قوس) په ټولنیزه شبکه ایکس کې ویلي چې د ښځو او ماشومانو د خوارځواکۍ کچه ممکن په وروستیو کلونو کې بېساری حد ته ورسېږي. دغه اعلان د طالبانو حکومت او نورو داخلي او نړیوالو مسؤلینو لپاره د خطر زنګ غږ دی، تر څو د دې جګړهځپلې هېواد د بشري وضعیت د خرابېدو په وړاندې سمدستي اقدام وکړي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۳.۵ میلیونه له پنځو کالو کم عمره ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، په داسې حال کې چې د هېواد نیمایي جمعیت، نږدې ۲۳ میلیونه کسان، بشري مرستو ته اړتیا لري.
دغه شمېرې د بحران ژورتیا څرګندوي، چې د مهاجرینو د پراخې راستنېدنې له امله پر محدودو منابعو فشار نور هم زیات سوی دی. دا ارقام یوازې د ستونزې پراخوالی نه ښيي، بلکې د مرستو پر عادلانه ویش هم ټینګار کوي.
اقتصادي عوامل لکه پراخه بېکارۍ، نړیوال تحریمونه، د بهرنیو مرستو کمښت او د پانګونې نشتوالی د دې بحران اصلي ریښې جوړوي. دغه عناصر د فقر، د خوړو او تیلو د ګرانۍ لړۍ رامنځته کړې چې کورنۍ یې په سختو حالاتو کې وضع کړي دي. له همدې امله، پرته له همغږې مداخلې، د سږ کال ژمی کولی سي د وضعیت د لا خرابېدو یوه مهمه نقطه سي او د میلیونونو کسانو ژوند ته ګواښ پیدا کړي.
په هر حال، د نړیوالو مرستو د وړتیا او سیاسي خنډونو ترمنځ واضح تضاد سته؛ له یوې خوا، لکه د خوړو نړیوال پروګرام نهادونه د ملاتړ وړاندې کولو ته چمتو دي، خو له بلې خوا، تحریمونه او د طالبانو حکومت سره د همغږۍ نشتوالی د مرستو جریان ګډوډ کړی دی. دغه تضاد نه یوازې د بشري مرستو هڅې ناکاره کوي، بلکې د خلکو کړاو هم زیاتوي او د ژغورنې فرصتونه له منځه وړي.
د تېرو کلونو په پرتله، اوسنی بحران د مهاجرینو د راستنېدنې او د سړې هوا د زیاتوالي له امله پراخ ابعاد خپل کړي؛ په داسې حال کې چې په تیرو وختونو کې بهرنیو مرستو وضعیت تر یو حده نرم کړی وو، خو اوس د پانګونې کمښت وضعیت خورا خراب کړی دی. د دې شرایطو سره مقابله ځانګړي چلند ته اړتیا لري، چې طالبان د نړیوالو نهادونو سره د همکارۍ لپاره هڅوي؛ که نه، له پخوانیو بحرانونو څخه به یوه لویه فاجعه رامنځته سي.
د دې بحران اصلي ریښه د تېر دولت سقوط او د طالبانو د بیا واکمنېدو سره تړلې ده، چې د افغانستان اقتصادي انزوا ته یې لار هواره کړه؛ له هغه وخت راهیسې، تحریمونه او د مرستو کمښت، د خوارځواکۍ ستونزه له یوه محلي مسئلې څخه ملي ستونزې ته بدله کړې ده. دغه وضعیت د راتلونکي لپاره درسونه وړاندې کوي چې پرته د ریښو له رفع کولو، هیڅ حللاره به پایداره نه وي او راتلونکی ژمی به د ټولو اړوندو لورو لپاره یوه حیاتي آزموینه وي.
سره له دې، که د طالبانو حکومت د بهرنیو نهادونو سره په همغږۍ بیړنۍ مرستې ووېشي، دا کولی سي د دوی په کارنامه کې یوه روښانه نقطه وي؛ خو د دې بحران له پامه غورځول د بشري فاجعې خطر دوه چنده کوي. نړیواله ټولنه باید د تحریمونو څخه تېر سي او پر ژوند ژغورنې تمرکز وکړي، تر څو افغانستان له دې کړکېچ څخه خلاص سي.



