په افغانستان کې د جنسي تبعیض پای ته رسولو لپاره نړیوال غږ

د «کابل تر اتاوا» په نړیواله غونډه کې چې د کاناډا په پارلمان کې ترسره سوه، د ښځو او انجونو پر ضد د طالبانو سیاستونه د جنسي تبعیض د جدي بېلګې په توګه تر نیوکې لاندې ونیول سول او ګډونوالو غوښتنه وکړه چې دا په رسمي ډول د «جنسي آپارتاید» په توګه وپیژندل سي.
په افغانستان کې د جنسي تبعیض پای ته رسولو لپاره نړیوال غږ

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د «کابل تر اتاوا: په افغانستان کې د جنسي آپارتاید د پای ته رسولو لپاره نړیوال یووالی» نړیواله غونډه پرون د کاناډا د پارلمان په ودانۍ کې ترسره سوه. دغه غونډه د ښځو او ماشومانو د څېړنیزې او عدالت غوښتنې شبکې په نوښت، د کاناډا د پارلمان د څو غړو په ملاتړ او د ډیپلوماتانو، سیاستوالو، نړیوالو سازمانونو او د ښځو د حقوقو فعالانو په ګډون جوړه سوې وه.

ګډونوالو د افغانستان ښځې او انجونې «د نړۍ له جدي جنسي تبعیض رژیمونو» لاندې یادې کړې او د طالبانو له‌خوا لګول سوي محدودیتونه یې د «جنسي آپارتاید» څرګند بېلګه وبلله.

د غونډې اصلي موخه، د طالبانو سیاستونه د جنسي آپارتاید په توګه په رسمی ډول پیژندلو لپاره د نړیوالې اجماع رامنځته کول، د افغان ښځو غږ په نړیواله کچه لوړول، او د دې سیسټماتيک تبعیض په وړاندې د حساب ورکونې میکانیزمونو پیاوړي کول وو.

د غونډې په پرانیسته کې، د کاناډا پارلمان غړي علي احساسې په دې ټینګار وکړ چې د دولت او پارلمان ژمنه د افغان ښځو د حقوقو ملاتړ دی او د ملي او نړیوالو عدالت غوښتونکو هڅې یې وستایلې.

زرقا یفتلي، د ښځو او ماشومانو د څېړنیزې او عدالت غوښتنې شبکې مشرې، د نړیوال فشار او همغږۍ د دوام پر اهمیت ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې هېوادونه باید د جنسي آپارتاید د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

په غونډه کې روبینا همدرد د شبکې د څېړنیز راپور موندنې وړاندې کړې؛ راپور ښيي چې د طالبانو سیاستونه څنګه ښځې له زده‌کړې، کار، ټولنیزې او سیاسي برخې اخیستنې محرومې کړې او د جنسي تاوتریخوالي پېښې په ښکاره ډول زیاتې کړې دي.

ګډونوالو په پای کې په یوه اعلامیه کې نړیواله ټولنه د بیړنیو اقداماتو، په شمول د جنسي آپارتاید رسمي پېژندنې، هدفمند بندیزونو تصویب، او د افغان ښځو او انجونو معناداره ملاتړ ته بلنه ورکړه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x