په افغانستان کې د جاپان او اوزبیکستان تمرکز پر ټولنیزو او اقتصادي پروژو

د جاپان او اوزبیکستان چارواکو په تاشکند کې په یوې لیدنې کې، په افغانستان کې د ګډو پروژو د پلي کېدو او د دې هېواد د اقتصادي پراختیا او د اقتصادي وضعیت د ښه والي د لارو چارو په اړه خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د جاپان او اوزبیکستان تمرکز پر ټولنیزو او اقتصادي پروژو

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغانستان لپاره د اوزبیکستان استازي عصمت‌الله ایرګاشف او په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو د ادارې (جایکا) د دفتر مشر سوتا توساکا، د تاشکند په ښار کې سره لیدلي او په افغانستان کې د ګډو پروژو د تطبیق او د دې هېواد د اقتصادي پراختیا د لارو چارو په اړه سلا مشورې کړې دي.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه د ګډو پروژو د پلي کېدو امکان تر بحث او نظر تبادلې لاندې نیولی دی.

سوتا توساکا، چې په افغانستان کې د جاپان د نړیوالو همکاریو د ادارې (جایکا) د دفتر مشر دی، په دې ناسته کې د اوزبیکستان په «ترمذ» ښار کې رامنځته سوې بنسټیزې اسانتیاوې ډېرې ارزښتناکې وبللې او د افغانستان د خلکو د هوساینې د لوړولو په موخه د پروژو د پلي کولو لپاره د دغه ښار د ظرفیتونو د کارولو په برخه کې د جاپان لېوالتیا څرګنده کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ترمذ – حیرتان سرحدي پُل له درې کلونو محدودیت وروسته په بشپړ ډول بېرته پرانیستل سوی او د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ مستقیم سوداګریز مسیر یو ځل بیا فعال سوی دی. دا اقدام نه یوازې د لېږد رالېږد وخت او لګښتونه کموي، بلکې اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې به د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۲.۵ میلیارد ډالرو ته ورسېږي او د افغانستان ۵۰ میلیوني بازار ته لاسرسی به لا اسانه کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x