د معمار پرس د خبر له مخې: د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په قزاقستان کې د یوې غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت او په دغه هېواد کې د ترورېزم او مخدره موادو له ګواښونو سره پر مبارزې خبرې وکړې. د قزاقستان د رسنیو په وینا، ګډونوالو د روان کال په جولای میاشت کې د شانګهای د همکارۍ سازمان سرمشریزې ته د چمتووالي او د منځني ختیځ پر مسایلو هم خبرې وکړې. د يادونې وړ ده، چې چين، روسيه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ايران، هند او پاکستان د شانګهای د همکارۍ سازمان غړيتوب لري. که څه هم افغانستان، منګولیا، بیلاروس، عراق او سریلانکا هم د دغه سازمان څارونکي غړي دي، خو تر اوسه د دغه سازمان غونډو ته د طالبانو استازي نه دي بلل شوي.

- 37
- کې خپور شو 4:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 8750
- May 22, 2024
- کې خپور شو 4:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 8750
- May 22, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه


طالبان: افغانستان د نورو هېوادونو لپاره ګواښ نه دی.
13 ساعتونه پیش


افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو لپاره بشري مرستې ناکافي دي
14 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments