د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور یو ځل بیا ښيي چې د ترهګرۍ د مهار په اړه د طالبانو روایت د نړیوالو بنسټونو له ارزونو سره ژور واټن لري؛ داسې واټن چې کولای سي د افغانستان لپاره جدي سیاسي، امنیتي او تحریمي پایلې ولري.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وروستی راپور د طالبانو د ادعاوو او د نړیوالې ټولنې د ارزونو ترمنځ ژور درز لا روښانه کوي. طالبانو د بیا واکمنېدو له پیله هڅه کړې چې د «ترهګرو ډلو د له منځه وړلو» په ټینګار سره ځان د یوه مسوول او د تعامل وړ ځواک په توګه معرفي کړي. خو د راپور موندنې ښيي چې دا روایت نه یوازې منل سوی نه دی، بلکې ورځ تر بلې تر جدي پوښتنو لاندې راځي.
د دې راپور ارزښت په څو برخو کې د پام وړ دی. لومړی، د سرچینې اعتبار: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمېټې راپور د څو اړخیزو معلوماتو او د ګڼو هېوادونو له خوا تایید سویو ارزونو پر بنسټ چمتو کړی دی. همدې چارې طالبانو ته دا ستونزمنه کړې چې راپور په بشپړه توګه رد یا له پامه وغورځوي. په راپور کې د القاعده، داعش خراسان څانګې او نورو افراطي سیمهییزو ډلو پر فعال حضور ټینګار ښيي چې افغانستان لا هم د ترهګرو شبکو لپاره مناسب چاپېریال بلل کېږي.
دوهم، سیمهییزې او نړیوالې پایلې: د امنیت شورا هغه خبرداری چې د «ترهګرۍ د صادرېدو» له خطر سره تړاو لري، څرګندوي چې ستونزه یوازې د افغانستان کورني امنیت پورې محدوده نه ده. د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو زیاتېدونکې اندېښنې ښيي چې د دې وضعیت دوام کولای سي د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کړي او افغانستان یو ځل بیا د سرحدونو هاخوا د ګواښونو په مرکز بدل کړي؛ دا حالت د طالبانو پر وړاندې د بېباورۍ او سیاسي انزوا سبب ګرځي.
درېیم، سیاسي او تحریمي فشارونه: دا راپور کولای سي د طالبانو پر وړاندې د سیاسي او تحریمي فشارونو د ساتلو یا لا زیاتولو لپاره د باور وړ بنسټ وګرځي. نړیوالې ټولنې مخکې له دې د ترهګرۍ پر ضد اغېزمنه مبارزه له طالبانو سره د تعامل یو اساسي شرط بللی وو. د نړیوالو بنسټونو له نظره، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو دوامداره فعالیت د دې معنا لري چې طالبان یا خو د دې ژمنو د عملي کولو توان نه لري او یا هم لازم اراده نه ښيي.
په ټوله کې، د امنیت شورا راپور ښيي چې طالبان له یوه ستراتېژیک تناقض سره مخ دي: له یوې خوا د نړیوال رسمیت پېژندنې او د نړیوالو فشارونو د کمېدو غوښتونکي دي، او له بلې خوا د ترهګرو ډلو په مهار کې پاتې راتلل دا موخه نه ترلاسه کېدونکې کوي. که طالبان ونه توانېږي چې په عمل کې، نه یوازې په وینا، د نړیوالې ټولنې امنیتي اندېښنو ته ځواب ووايي، افغانستان به لا هم د انزوا، فشار او بېثباتۍ په کړۍ کې پاتې سي.



