د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا به نن (سه شنبه د جوزا ۲۹مه) په خپله ۵۶مه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت وڅېړي. په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ خپل نوی راپور وړاندې کړي. په دې راپور کې ښاغلي بینیټ د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو د “د تسلط او ظلم بنسټیز نظام” ته په اشارې سره، په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي توپیر د جرم منلو غوښتنه کړې ده. تر دې وړاندې بېنیټ خپل راپور عامو خلکو ته خپور کړی و او په هغه کې یې د نړۍ له هېوادونو غوښتي وو چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو او ورته د مشروعیت له ورکولو ډډه وکړي.

- 40
- کې خپور شو 1:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 9120
- June 18, 2024
- کې خپور شو 1:01 ب.ظ
- د خبر شمیره 9120
- June 18, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



