د معمار پرس د خبر له مخې؛ افغانستان، چې شاوخوا ۸۰ سلنه برېښنا له ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي، سږ کال له تاجکستان څخه په وارداتو کې د پام وړ کمښت سره مخ شوی دی.
د عبدالباري عمر په وینا، تېر اوړی، له تاجکستان څخه د وارداتي برېښنا اندازه شاوخوا ۴۰۰ میګاواټه وه، خو سږ کال دا شمېره له ۳۱۰ څخه تر ۳۲۰ میګاواټه پورې راټیټه شوې ده.
د افغانستان د برېښنا شرکت مشر د وچکالۍ او اقلیم بدلون له امله په تاجکستان کې د اوبو د برېښنا سرچینو نشتوالی د دې کمښت تر ټولو مهم لاملونه وبلل.