د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اربعین زیارت کوونکو لپاره د دوه ګوني ویزې ورکول به یوازې د زیارت د اعتبار وړ کاروانونو له لارې صادریږي. په افغانستان کې د ایران د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ویزې به د هغو زیارت کوونکو کاروانونو ته چې جوازونه یې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت تصویب کړي وي، ورکول کېږي. په کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، هغه کاروانونه چې خپلو زیارت کوونکي ته یې د عراق ویزې اخیستې دي، کولای شي د ۱۴۰۲ کال د سنبلې د میاشتې له څلورمې نېټې څخه د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت قونسلګرۍ څانګې ته مراجعه وکړي.

- 46
 
لنډ لینک: https://memar.press/?p=5867
۲ کلونه مخکی
د خبر شمیره 5867
کې خپور شو 3:20 ب.ظ
Facebook									
Twitter									
WhatsApp									
Telegram									
Email									
اړونده منځپانګه				







