په افغانستان کې د انټرنټ پرې کېدل؛ په کندز، تخار، بدخشان او بغلان کې هم انټرنټ بند سو

طالبانو د پراخو محدودیتونو په دوام، د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د فایبر نوري او بې‌سیم (وایرلس) انټرنټ خدمات بند کړي دي؛ هغه اقدام چې ښاري اړیکې او انلاین خدمتونه یې ګډوډ کړي دي
موج قطعی گسترده اینترنت؛ خدمات اینترنت فیبر نوری و وایرلس در قندوز، تخار، بدخشان و بغلان نیز قطع شد

د طالبانو د پراخو محدودیتونو په دوام، د کندز، تخار، بدخشان او بغلان ولایتونو کې د فایبر نوري او بې‌سیم انټرنټ خدمات په بشپړ ډول بند سوي دي. دا اقدام د تېرو ۲۴ ساعتونو په جریان کې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د انټرنټ د پراخو بندیزونو یوه برخه بلل کېږي.

محلي سرچینو په کندز کې ویلي دي چې طالبان د انټرنټ د خدماتو وړاندې کوونکو دفترونو ته ورننوتي او د دغو دفترونو وسایل یې هم له ځان سره وړي دي. د طالبانو د کندز ولایت مقام دغه خبر تأیید کړی او ویلي یې دي چې دا محدودیتونه د دې ډلې د مشر په لارښوونه او د «منکراتو د مخنیوي» په موخه پلي سوي دي.

د راپورونو له مخې، د بلخ، کندهار، هلمند، هرات، ارزګان، نیمروز، کندز، تخار، بدخشان او بغلان اوسېدونکي د فایبر نوري انټرنټ له خدماتو بې‌برخې سوي دي. په هرات کې، سرچینو د مخابراتو ریاست او د افغان ټلی‌کام شرکت کې ویلي دي چې د ښار د ۶۴ متري او بکرآباد په سیمو کې د فایبر نوري د پراختیا پروژه له نږدې دوو اونیو راهیسې درول سوې ده.

ښاریانو د دغو محدودیتونو له امله اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری یې ورکړی چې د انټرنټ پرې کېدل کولی سي د ښاري اړیکو، اداري فعالیتونو او انلاین خدماتو باندې جدي اغېز وکړي. محلي سرچینو په بلخ کې هم راپور ورکړی چې د فایبر نوري انټرنټ پرې کېدو د دې ولایت د بانکدارۍ سیستم له جدي ګډوډیو سره مخ کړی او د بانکونو او هغو ادارو خدمات چې په انټرنټ تکیه وو، سست یا بند کړي دي.

خو، د دغو ګډوډیو په تعقیب، د طالبانو د بلخ والي یوسف وفا امر کړی چې بانکونه، د برېښنايي پېژندپاڼې (تذکرې) ادارې او ځینې نور حیاتي بنسټونه دې له دې محدودیتونو معاف سي. د سرچینو په وینا، د مزارشریف ښار د بانکونو انټرنټي خدمتونه د سه‌شنبې ورځ د سنبلې ۲۵مه تر غرمې مخکې بیا وصل سوي او بانکي فعالیتونه بېرته عادي حالت ته راګرځېدلي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه