په ښارونو کې بېرویه او غیرمعیاري پراختیا د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي زنګ خطر ګڼل کېږي. د نفوس بېپلانه زیاتوالی د فقر ډېرېدو، د مناسب کورونو کمښت او د عامه خدماتو د ګډوډۍ معنا لري. د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې اداره په افغانستان کې د چټک ښاري کېدو په اړه جدي خبرداری ورکړی دی.
د دې ادارې د ارقامو له مخې، د افغانستان ښاري نفوس چې په ۱۹۵۰ کال کې یوازې پنځه سلنه وو، په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵ سلنه ته رسیدلی دی، او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې د هېواد نیمایي خلک به په ښارونو کې ژوند وکړي. دا بنسټیز بدلون، د منسجمې پلان جوړونې په غیاب کې، افغانستان له بېساریو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخامخ کولی سي.
د کليوالو سیمو څخه ښارونو ته د کډوالو موج، د ژورو جوړښتي عواملو محصول دی چې د میلیونونو افغانانو پر ژوند یې اغېز کړی دی. مزمنې وچکالۍ، پراخه بېکارۍ او په کليوالو سیمو کې د صحي او تعلیمي بنسټونو نشتوالی کورنۍ د ښارونو پر لور هڅولی دي. خو دغه مهاجرت نه د انتخاب له مخې، بلکې د مجبوریت له امله دی، او ښارونه د ورځني زیاتېدونکي نفوس له فشار سره مخ کړي دي. بېرویه او غیرمعیاري ښاری کیدل د افغانستان د راتلونکي لپاره جدي زنګ خطر ګڼل کېږي.
د نفوس زیاتوالی بېداسې پلانونو سره د فقر د پراختیا، د مناسبو کورونو کمښت او د عامه خدماتو د ګډوډۍ معنا لري. هغه ښارونه چې نن د اوبو، برېښنا، فاضلابو سیستم او ترانسپورت له کمښت سره مخ دي، د راتلونکي ښاري موج په وړاندې لا زیاته زیانپذیرتیا لري. دا وضعیت نه یوازې د ښاریانو د ژوند کیفیت کموي، بلکې د ټولنیزې بېثباتۍ او د نابرابریو د زیاتېدو زمینه هم برابروي.
خو ښاري کېدل په خپله تهدید نه دی؛ که په سمه توګه مدیریت سي، کولای سي د اقتصادي پرمختګ او ټولنیز بدلون محرک وي. د بریالیو هېوادونو تجربه ښيي چې ښارونه د مناسب پلان جوړونې سره، د کار فرصتونه، ښه خدماتو ته لاسرسی او د نوښت زمینه برابروي. خو د دې پوتانسیال تحقق د سیاسي ارادې، هدفمندې پانګونې او د داخلي او نړیوالو بنسټونو ترمنځ همکارۍ ته اړتیا لري.
اوسنۍ عاجله اړتیا داده چې حکومت په جدي توګه په ښاري معیارونو او پلان جوړونې تمرکز وکړي. د پایدارو بنسټونو جوړول، د مناسب او ارزانه کورونو پراختیا، د عامه خدماتو پیاوړتیا او د ښاري کار فرصتونو رامنځته کول د حیاتي لومړیتوبونو په توګه ګڼل کېږي.
سربېره پر دې، په کليوالو سیمو کې پانګونه د مهاجرت د کمولو او د ښار او کلي ترمنځ د توازن رامنځته کولو لپاره ستراتیژیک اهمیت لري. افغانستان د یوه نفوسې انقلاب په درشل کې دی، او یوازې د هوښیار پلان جوړونې له لارې کولای سي دغه چیلنج د راتلونکي ښه جوړولو لپاره فرصت ته واړوي.







