د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د پاملرنې نړيوال سازمان ويلي چې ژمی او سختو هوايي حالاتو په افغانستان کې د کورنيو بحران ته زور ورکړی او د زرګونو کسانو ژوند په ځانګړې توګه په لېرې پرتو سيمو کې، یی د خطر سره مخ کړي، دغه سازمان د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې څو د زیانمنو کورنيو ملاتړ وسي.
د پاملرنې سازمان په بیانیه کي راغلي چې وروستۍ واورې او بارانونه، د خوراکي امنیت جدي ستونزې، بېوزلي او د بشري مرستو کموالی نور هم زیات کړی دی. د دې بيانې پر اساس، ډېرې بېرته راستنې سوې کورنۍ، په ځانګړې توګه له پاکستانه، په نامناسبو حالاتو او د ګڼې ګوڼې په کمپونو کې ژوند کوي.
کرسټينا یوانوفسکا، په افغانستان کې د پاملرنې مسؤلی ، ويلي: «واورين توپانونو د هغه لویو ستونزو پر سر چې ميليونه خلک ورسره مخ دي، فشار زيات کړی دی. ټولنې لا د تېر کال له ویجاړونکي زلزلې نه دي رغېدلي او سخت ژمی یې کړاو دوه چنده کړی دی.»
هغې ټينګار وکړ چې ښځې او نجونې تر ټولو زیات زیان ګالي او عاجله مرسته د نورو مرګونو مخنیوي لپاره حياتي ګڼل سوي ده .
په ورته وخت کې، د طالبانو د طبیعي پیښو د مخنیوی اداري ويلي چې وروستیو واورو لږ تر لږه ۶۴ کسان وژلي، له ۱۰۰ څخه زيات ټپيان سوي او په هېواد کې ۴۵۸ کورونه په بېلابېلو ولايتونو کې ویجاړ سوي دي.




