د معمار خبري آژانس د راپور له مخي؛ د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي دي چي د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد درې ورځنی سراسري واکسیناسیون بهیر د دوشنبې په ورځ، د دلو په ۱۳مه، د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کي پیل سوی دی.
د عامې روغتیا وزارت زیاته کړې ده چي دا بهیر ټول ۲۲ ولایتونه رانغاړي، خو په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کي به د سېشنبې په ورځ، د دلو ۱۴مه، پیل سي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کي ویلي دي چي د دې بهیر په ترڅ کي به نږدې ۷ اعشاریه ۳ میلیونه هغه ماشومان چي عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، د ګوزڼ واکسین تر لاسه کړي.
په افغانستان کي د ماشومانو د ګوزڼ د لهمنځه وړلو پروګرام له هېوادوالو غوښتنه کړې ده چي د پنځو کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د واکسین کولو له لاري، د دې ناروغۍ د بشپړ لهمنځه وړلو په هڅو کي همکاري وکړي.



