ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د چهارشنبې ماښام (د جدی په ١٠ نیټه ) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: «تر دې دمه د ټاپي د ګازو پايپ لاین ۱۶ کیلومتره د افغانستان په خاوره کي غځول سوي دي .»
هغه زیاته کړې ده چې د ۸۷ کیلومتره نوري پایپغځوني لپاره هم زمینه چمتو سوې ده؛ کله چې پایپونه ورسېږي، د پایپغځوني چاري به د ورځې په جریان کي د یو کیلومتر په سرعت دوام ومومی
د مجاهد د څرګندونو پر بنسټ، د ټاپي د ګازو پایپلاین د هرات ښار سره تر نښلېدو پوري ۶۶ کیلومتره نوره فاصله پاته ده.
تر دې مخکي، همایون افغان، د طالبانو د معادن او پټرولیم وزارت ویاند، اعلان کړی وو چې د ټاپي پروژه به د ۲۰۲۵ میلادي کال تر پای پوري هرات ښار ته ورسېږي؛ هغه ژمنه چې تر اوسه نه ده عملي سوي.
د ټاپي پروژه (ترکمنستان–افغانستان–پاکستان–هند) د سیمي د ګازو د انتقال له سترو پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د ترکمنستان طبیعي ګاز د افغانستان له لاري پاکستان او هند ته لیږدوي.
د دې پایپلاین مجموعي اوږدوالی یو زر او ۸۱۴ کیلومتره دی، چې له دې جملې څخه ۸۱۶ کیلومتره برخه د افغانستان له خاوري څخه تېریږي.



