د معمار پرس د خبر له مخې؛ د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان به ډېر ژر د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې غونډه وکړي، چې پر افغانستان به تمرکز وکړي. په پاکستاني رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې، تر اوسه د دغې غونډې دقیقه اجنډا نه ده اعلان شوې، خو باخبرو سرچینو ایکسپریس ټریبیون ته دا خبره کړې ده چي د کنفرانس یو له مهمو موخو څخه به دا وي چې د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې د محدودیتونو په پالیسیو کې بیا کتنه وکړي. په داسې حال کې چې طالبانو په خپلو وروستیو کړنو کې د ښځو او نجونو پر حقونو لا هم ډیر بندیزونه لګولي، په دې وروستیو کې یې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو د کار کولو او همدارنګه په طبي تعلیمي موسسو کې له زده کړو څخه منع کړي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=116154
۱ ورځ پیش
شماره خبر 116154
منتشر شده در 4:03 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email