په اسلام‌اباد کې د افغانستان درې خبریالان نیول سوي

په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو د زیاتېدو په دوام، سرچینې راپور ورکوي چې د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد ښار د «فیصل‌ټاون» په سیمه کې درې افغان خبریالان نیولي دي.
په اسلام‌اباد کې د افغانستان درې خبریالان نیول سوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ په پاکستان کې پر افغان کډوالو د فشارونو د زیاتېدو په دوام، سرچینې وایي چې د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد ښار په فیصل‌ټاون سیمه کې درې افغان خبریالان نیولي دي.

د سرچینو په وینا، د دغو افغان خبریالانو نومونه ذکرالله یزداني، عاشق‌الله جلال‌زوی او عتیق‌الله رحیمي دي.

سرچینې زیاتوي چې د پاکستان پولیسو د شپې شاوخوا د ۱:۰۰ بجې د دغو خبریالانو د استوګنې پر ځای چاپه وهلې او د هغوی د کور دروازه یې هم ماته کړې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، تراوسه د پاکستان د پولیسو له لوري د دغو درېیو خبریالانو د نیولو لامل نه دی روښانه سوی او د دغه هېواد امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان پولیسو او د دغه هېواد نورو رسمي چارواکو د دې راپور تر خپرېدو پورې د دغو نیونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو اوونیو او میاشتو کې د پاکستان پولیسو د اسلام‌اباد او د دغه هېواد د نورو ښارونو په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو د نیولو او جبري ایستلو لپاره د کور په کور پلټنو لړۍ شدیده کړې ده.

د دغو اقداماتو په ترڅ کې لسګونه افغان وګړي، د خبریالانو په ګډون، نیول سوي او د پاکستان څخه د جبري ایستلو له ګواښ سره مخ سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x