په اسلام‌آباد کې د افغان پناه‌غوښتونکو جبری نیول

د راپورونو له مخې، د پاکستان پولیسو د سې شنبې په شپه، د لیندۍ ۳مه، د اسلام‌آباد په آرجنټاین پارک ورغلی او هغه افغان پناه‌غوښتونکی چې له درېیو میاشتو راهیسې هلته په خیمو کې مېشت وو، په زور نیولي او لنډمهاله کمپونو ته یې لېږدولي دي.
په اسلام‌آباد کې د افغان پناه‌غوښتونکو جبری نیول

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د راپورونو او خپرو سوو انځورونو پر بنسټ، د پاکستان پولیسو د سه‌شنبې نیمه‌شپه، د لیندۍ ۳مه، د اسلام‌آباد مشهور آرجنټاین پارک ته ورغلی او ټول هغه افغان پناه غوښتونکی چې له درېیو میاشتو راهیسې په خیمو کې مېشت وو، نیولي دي. په خپرو سوو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس د زور او تاوتریخوالي په کارولو سره مهاجر وهي. د راپورونو له مخې، پولیسو د سې شنبې شپې یوه بجه په سیمه‌ییز وخت، هغه مهال چې ډېری کسان ویده وو، پارک ته ننوتل او پرته له دې چې هغوی ته د خپلو شخصي توکو د راټولولو فرصت ورکړي، ټول یې د مسافرو په موټرو کې کښېنول. د پناه‌غوښتونکو په وینا، پولیسو له زور څخه کار اخیستی او یو شمېر پناه‌غوښتونکی یې ټپیان کړي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو هم تایید کړې چې پولیسو دغه پناه‌غوښتونکی لنډمهاله کمپونو ته لېږدولي څو افغانستان ته د جبري اخراج لپاره چمتو سي. دغه اقدام د افغان پناه‌غوښتونکو په منځ کې د سختې وېرو او اندېښنې فضا رامنځته کړې ده. ډېری یې، په ځانګړي ډول د پخواني حکومت کارکوونکي، مدني فعالان او خبریالان، اندېښنه لري چې که بېرته افغانستان ته ستانه سي، له جدي ګواښونو سره به مخامخ سي. پناه‌غوښتونکی وايي چې له درېیو میاشتو راهیسې د کرايي کورونو د ایستلو او اداري فشارونو له امله د اوسېدو ځای نه درلود او د پولیسو د حملو او د اخراج کمپونو ته د لېږد له ویرې، آرجنټاین پارک ته پناه وړې وه. هغوی ټینګار کوي چې د لوېدیځو هېوادونو لپاره د هغوی د استوګنې دوسیو د رسېدګۍ بهیر روښانه نه دی، او د افغانستان ته د جبري ستنېدو وېره د دې لامل سوې چې دغه پارک ته پناه یوسي. پناه‌غوښتونکو له نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې چې د دوی د جبري اخراج پر وړاندې چپ پاتې نه سي او د هغوی د ژغورنې لپاره بېړني اقدامات وکړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x